ولسمشر غني د طلوع په نوم یو خصوصي تلویزون سره، چې د ده سخت منقد تلویزیون دی، مناظره لرله چې په دغه مرکه کې ولسمشر څو وارې احساساتي کړای شو او له هغه څخه لسګونه ننګوونکې پوښتنې وشوې. طلوع، په دې مشهور دی چې قومي مسلو ته لمن وهي او عبدالله عبدالله ته کمپاین کوي.

تاند خپلو درنو لوستونکو ته ترې لاندې مهم ټکي راټول کړي دي.

  1. سوله اوس د هېواد اساسي ملي بحث دی، د بیان ازادي، د ښځو حقونه اوس د ټولو سرې کرښې دي.
  2. هڅه کوو د طالبانو او حکومت د مذاکراتو تر منځ د خبرو خنډونه له منځه یوسو، دا خنډونه د امریکا حضور او پاکستان سره د طالبانو اړیکه ده.
  3. سولې ته بې قید و شرطه راغلو، اوربند مو وکړ، نړیوالو او امریکا ته مو قناعت ورکړ، سولې لپاره د امریکا د خاص استازي د ټاکلو په برخه کې ماسره مشوره شوې حتی د ویټو حق مې درلود.
  4. سیاسي قشر د سیاسي اجماع په برخه کې عجله وکړه، دوی پاکستان او روسیې ته ولاړل، ویې ویل موږ طالبانو سره مخامخ خبرې پیلوو.
  5. د امریکا او طالبانو خبرو کې زموږ حضور ضرور نه دی، خو له دولت پرته د سولې تړون څوک نه شي امضا کولی، هغوی هوکړه لاسلیکوي.
  6. د امریکا او ناټو اساسي شریکان موږ یوو، د سولې تړون ته به مشروعیت او حیثیت دولت ورکوي.
  7. د سولې هوکړه لا وروستۍ نه ده، نه مې یې وروستی متن لوستی، د تړون په نهايي کولو مذاکرات روان دي، موږ سره پرې وار له مخه واضح مذاکرات شوي دي.
  8. د امریکایي ځواکونو کمول او زیاتول د افغانستان د شرایطو له مخې دي.
  9. د ځواکونو او مصارفو کمولو غوښتنه ما له ټرمپ نه په لیک کې کړې وه.
  10. که امریکا له ۵ اډو ووځي دا اډې د افغانستان ملي او امنیتي ځواکونو ته سپارل کېږي.
  11. د امریکايي ۵ زره ځواکونو وتل، زموږ پر ژوند اثر نه کوي، زموږ کمانډویان او ناټو ځواکونه شته.
  12. پخوا دا خبره ما کړې وه خو اوس وایم افغانستان په ۶ میاشتو کې د طالبانو لاسته نه ځي، موږ امنیتي او دفاعي بنسټونو کې پراخ اصلاحات راوستي دي.
  13. امنیتي ځواکونو ته د کال ۵۰۰ سوه میلونه ډالر بودیجه افغانستان اوس له خپل کوره برابروي.
  14. طالب له امریکا سره د تروریزم پر ضد د جګړې ژمنه نه ده کړې، د اړیکو پریکولو ژمنه یې کړې ده، طالب د تروریزم لپاره بستر اوار کړی.
  15. امریکا او طالبان چې ابتدايي هوکړې ته ورسېږي، موږ سره یې خبرې پيلېږي، د دوی د هوکړې کنترول موږ سره نه دی.
  16. د ټرمپ وروستیو څرګندونو شاید له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو مسیر بدل کړی وي، شاید نه یې وي بدل کړی.
  17. زموږ مذاکراتي پلاوی اماده دی، اعلان به یې وکړو، هغه وخت به یې اعلانوو چې د مذاکراتو دقیق وخت معلوم شي.
  18. سیاسیون له انتقاد پرته بل کار نه لري، دوی برنامه نه لري، زه هم سیاسي کس یم خو برنامه لرم.
  19. د دوحې د افغاني غونډې په اړه سیاسیونو موږ ته وویل، ۲۵ کسان باید پلاوي کې وي، دباندې چې ووتل ۹۰ کسان یې کړل، بیا یې ۲۵۰ کړل، د طالبانو خبره د هغه پلاوي په اړه سمه وه چې دا خو څه واده نه دی.
  20. ټاکنې د خلکو حق دی، خلک باید د انتخاب حق ولري، د طالب هره خبره به نه منل کېږي.
  21. زه مذاکراتو ته په عزت او قدرت مخته ځم، موږ جمهوریت ټینګ ساتو، په هر قیمت نظام ساتم.
  22. هیڅ شی ټاکنې نه شي ځنډولی، مذاکراتي ټیم د خبر حق لري، د سولې تصویب پارلمان او قانوني بنسټونه کوي.
  23. ولسمشریزې ټاکنې دوه ځله د کمېسیون د مشکلاتو له کبله ځنډېدلي، سولې ته نه دي ځنډول شوي.
  24. که ټاکنې ونه شي، د تصمیم ګیرۍ او مشروعیت بحران رامنځته کېږي، زه جنګسالار نه یم چې په زوره د واک پر ګدۍ کېنم.
  25. د حکومت د سولې د خبرو اترو مسیر لویې جرګې ټاکلی دی.
  26. سوله اولیت دی، خو د جمهوریت په چوکاټ کې.
  27. د سولې برخه کې طالبانو او امریکا پرمختګ نه دی کړی، موږ څه ملامت یوو.
  28. طالبان ولې له ټاکنو ډارېږي؟ ځکه چې د هلمند ولایتي شورا ته به یې هم څوک انتخاب نه کړي.
  29. که له دویم ځل انتخابېدو وروسته مې ملت رانه وغواړي دنده پرېږده، پريږدم یې، خو په دې اړه د طالبانو غوښتنه نه منم.
  30. زه اویا کلن یم سبا به ومرم، خو جمهوري نظام باید په افغانستان کې ژوندی پاتې شي.
  31. د طالبانو تود هرکلی ګاونډیو هیوادونو کې افغان سیاسیونو ممکن کړ، دوی په دې مسله کې سیاسي اجماع نه کوي.
  32. تاشکند کې د طالبانو د تود هرکلي په اړه مو ملګرو ملتونو نه خپل شکایت ځکه بېرته واخیست چې دا هېواد د افغان سولې پروسه کې مثبت رول لري، دوی موږ ته د طالبانو د هرکلي په تړاو سپیناوی راکړ، د دوی خارجه وزارت موږ ته وویل چې تاسې مو کلیدي شریکان یاست.
  33. د ټاکنو روڼتیا په افغانانو پورې اړه لري، کمیسیون ما نه دی ټاکلی، کاندیدان دې یې مالکیت واخلي، امنیت او پیسې مو ورکړې، د دولتي مداخلې مخه مو په کې ونیوله.
  34. تاسې رسنۍ په انتخاباتو ولې شکونه پيدا کوئ، ولې یوه ملي پروسه نه تشویقوئ، که دا وار مو اعلانات کم دي؟
  35. تېر ځل ټاکنو کې زما ټولې رایې حساب شوې، هره یوه حساب شوه، زه د افغانستان منتخب ولسمشر یم.
  36. د پارلماني ټاکنو پر مهال د کمیسیون څو هفته وارې ناستې ما مدیریت کولې، دوی وویل دا مه کوه، بندې مې کړې، نتیجه یې تاسې ولیده.
  37. د ټاکنو د کمیسیون د مدیریت ځواب باید کمیسیون ورکړي.
  38. موږ دا وار ولسمشریزو ټاکنو کې انشاالله بحران ته نه داخلېږو.
  39. ټاکنې باید بحران ته پرېنږدو، پراخ داخلي امکانات مو ورته برابر کړل.
  40. زه سبا هم کمپایني غونډه لرم خو نور کاندیدان چې کمپاین نه کوي، نو زه خو یې ورته کمپاین نه شم کولی.
  41. د دارالامان غونډې ته مو ټول سیاسیون او کاندیدان راغوښتي وو، چې رانغلل نو ما خو مجبورولای نه شول.
  42. که تاسې رسنۍ پر ما شکایت یا اسناد لرئ چې له دولتي امکاناتو کمپایني استفاده کوم، نو کمیسیون ته شکایت وکړئ.
  43. امان الله خان سره زما د عکسونو راوړلو کوم ځای کمپایني دی؟ هر شی کمپایني مه وینئ. ایا د خپلواکۍ سلمه کلیزه خاموشه تېره کړو؟ ایا دارالامان مو بایدنه وای افتتاح کړی؟
  44. پاکستان اوس هم منزوي دی، اقتصادي بحران سره مخ دی، له ترهګرۍ نه د ملاتړ له کبله نسواري لیست کې دی تور لیست ته روان دی.
  45. د پاکستان انزوا زموږ هدف نه و، موږ غوښتل پاکستان په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي.
  46. امریکا ته د پاکستانیاني مشرانو سفر دغه هیواد سره د امریکا د اړیکو ښه والي کې کوم مثبت او محسوس تغیرات نه دي راوستي.
  47. پاکستان کې مې دا وار د سفر پر مهال ښه نیت ولید، خو نیت کافي نه دی.
  48. دوستم مې شړلی نه دی، د هغه مسئله حقوقي ده، زه حقوقي مسئله کې دخالت نه کوم.
  49. د سیاسي ډګر نوي متحدین مې د برنامې له مخې راته راځي، څوک چې راڅخه تللي تاسې یې وپوښتئ چې ولې تللي یاست.
  50. خارجه وزارت کې د فساد راپور دی، هغه باید وڅېړل شي، دغه وزارت کې د قومي ګرايي په تړاو تاسې قضاوت وکړئ، چې څومره اغازاده ګان په کې مقرر شوي دي؟
  51. د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره ۲نیم میلیارده ډالر لرو، د ملي عوایدو په ډېرولو سره دا پيسې ۴ میلیارده ډالرو ته رسولی شو.
  52. د افغانستان په تاریخ کې زما په څېر چا په دولت کې د ښځو مشارکت ته زمینه نه ده برابره کړې.
  53. د زرمت په حادثه دوه پلاوي پلټنه کوي او عاملینو ته به یې سزا ورکوو، خو باید دا هم ووایو چې ډېر ترین ملکي تلفات چا راوستي؟ ودونو، شفاخانو او جوماتونو باندې چا بریدونه کړي دي؟
  54. خوست کې د کمپاین ځواکونه د ملي امنیت پورې تړلي دي، هر جرم چې پرې ثابت شو، ملي امنیت او زه یې مسوول یم، پلټنې به یې په اړه کوو.
  55. پخوا د کابل د هرې امنیتي حوزې مسوول یوې سیاسي حلقې ټاکلی و چې دا کارونه مو نور ختم کړل.
  56. انس حقاني په بګرام کې دی، د اعدام حکم یې صادر شوی نه دی، زه عموما د اعدام حکم نه عملي کوم، په قانون کې واضح ده چې اعدام باید حبس ابد وي، خو دا باید معلومه شي چې اعدام د هیواد په ګټه دی که نه؟
  57. د خلیل الله فېروزي د خوشې کولو لومړی پيشنهاد ډاکټر عبدالله مطرح کړ، خو تاسې د فیروزي مرګ غواړئ که ۱۲۵ میلیونه ډالر چې حکومت ته یې باید تصفیه کې ورکړي؟
  58. پنځو کلونو کې درې مهم اشتباهات مې دادي چې تر دې قاطع عمل مې باید کړی وای، د ځینو وزارتونو د سلیقوي چلند په اړه مې باید ډېر جدي عمل کړی وای، د لوی څارنوال په انتخاب مې هم باید جدي عمل کړی وای.
  59. اجرایه ریاست د چیلک اندازۍ په ادرس بدل شوی، اساسي قانون کې یې ځای نه و، بیا که ولسمشر شوم اجرائیه ریاست به نه وي.
  60. د کوزې پښتونخوا په اړه ما دوه ټویټه وکړل، هلته ورته خلکو وویل، دا ټویټ نه و ټویټم بم و، همدا کفایت کوي.
5 thoughts on “ولسمشر غني د طلوع تلویزیون خورا ننګوونکي مناظره کې څه وویل؟”
  1. سلامونه ،
    آپرین لومړی متفکر ساب ولسمشر!
    دغو ته وايي علمي، سیاسي، افغاني ا.د.ن. غاښ ماتوونکي ځوابونه !
    حیف پر احمدځیانو شورا چې د ډبل چیلک اچوونکي ګلمرګان شبنم ثریا په منافقو ژمنو او یا شنو ډالرو !! لکه …ځډراڼ غولیدلي وي.
    له لوی خدای ج. څخه ولسمشر ته اوژد ژوند او د بیا بریالیتوب په هیله ېې د پاتو پروژو د پرلیکه کولو او د …. سکاوئ د جبلسراجي جړرو په ویستلو کې ېې توره تیره غواړو.
    تل او آزاد آباد دې وي افغانستان؛ یاشاسن افغان ، زنده باد غني خان

  2. یو څه چی باید تلویزیونونه او ژورنالیستان ورته جدی پام واړوی هغه :
    اوله نقیصه په بحث کی ،آداب او اخلاق د خبرو نه مراعاتول دی چی اکثرا خبرو کی ورغورزی یا خپل سخیف نظر تحمیلوی او نور.
    دوهمه دا چی بحثونه باید د ملی او اسلامی ګټو سره سم او تشویش زیږونکی او اخلال ته ورته نه وی او چلوونکی یی د اداری،اصلاح او صحیح جهت ورکولو صلاحیت باید ولری حتی کاندیدان هم د خپلو شخصی او ګروپیک ګټو لپاره نباید دا حدود پایمال کړی یا نفاق تشدید او شراچونی ته متوسل شی یا د کمپاین په نامه ،،چکری پغمان ته لاړ شی اودخپلو معاونینو سره تخم جنګی کی برخه واخلی او دا ثابتوی چی ځان کاندیدول یو حماقت اوبیا هګی جنګول بله افتادګی چی د لاابلیت مکسیمم قله ده او ښیی چی څومره احمقانه انتخاب او دید دی ؟

  3. سلام
    طلوع ده اوکه ناطلوع دتلویژن به نوم هرډول احمقانه پوښتنه کول ، نه بوهیدل ، داسلامی فرهنګ اوعفت نه عدول او به دېره خېله ګی سره د بل چا دکلتور او فرهنګ کاپی اوپېښی کول دبیان او ازادی په نو م بوهه نه ده بلکې بلمه، سو استفاده، او حماقت دی .تلویژن د یوه هیواد په سطحه خبل تاریخی ،فرهنګی ، تبلیغاتی ،نشراتی ،اوتربیوی اصول باید وساتی هرډول احساساتی هیاهو ، له چوکاته بهر پوښتنی ، ندافی خصلت او خوی بیګرش که نګیرت دژورنا لیستی د ادابو او اخلاقو نه نمایندګی نه کوی وایی در شهر کورا یک چشمه پاچااست یو ماشوم د خپلولیدونکو، هېواد، ولس ، اوولس مشر په ارزښت څه بوهیږی؟؟؟؟؟؟؟

  4. سلامونه؛
    د ډ.ساب اتل، او ورور شریفزاد د کمڼټونو په تایید ، ما له ډیر پخوا د طلوع، یک، میترا اوځينو نورو سمعي او بصري (صدا وسیما !! یی) یعنې د لیدلو او اوریدلو رسنیو پر غیر ی ملیتوب، د بیګانګانو پر فرهنګ ي اصطلاحاتو پافشاری، او د ځانګړو خپل ځان ماڼندو خود-کُش بیګانه پرستو لپاره د تبلیغ او کمپاین کولو تاکید کړی و.
    دا ټول عیبونه ېې یو خوا ؛ د هغه ژورنالیست نما ګانو چې په اصطلاح له خولو ېې د پوډری ! شیدو بوی راځي د هیواد رجالو سره د ادب، اخلاق ،تربیی ، سیاست، انسانیت ا.د.ن. نورمونو په نه مراعاتولو لکه د مګس ی هر دوغ یا (زور ېې د مچ نه وی او لګیږی په مخ! )، صرف د ولس د اذهانو مغشوشولو لپاره په سترګو کښې ېې د الکترونیکی آلاتو شعاوې شیندي او لا ټولنه د بی اتفاقۍ او عدم ملت توب خوا ته کشوي!
    د بیان آزادۍ ښه بهانه پیدا سوې ده ، مګر تاسو ولیدل چې طیب اردوغان ساب په انتخاباتو کې ټول فیسبوک او رسنئ بندې کړې وې ؛ همداسې پنجابستان هم د پي، ټي ایم د غوڼډو خپرولو اجازه نه ورکوله ؛ مقصد که دولت او حکومت وغواړي د رسنیو منفي او فروخته شده اړخونه کنټرول او سانسورولی شي .حتی لکه د داود خان او ظاهر خان د وخت!!.
    و ما علینا الا البلاغ. په احترام.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *