تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰مه: ولسمشر غني د شیخ سلطان بن زاید ال نهیان د مړینې په تړاو د دغه هېواد چارواکو ته د تسلیت ورکولو لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ښاغلي اشرف غني به د شیخ سلطان بن زاید ال نهیان کورنۍ ته د هغه د مړینې دعائیه وکړي او د دواړو هېوادونو ښې اړیکې به ورسره یادې کړي.

شیخ سطان د اماراتو د مملکت د رئیس ځانګړی استازی او د اماراتو د مؤسس شیخ زاید دویم زوی و چې په ۱۹۵۵ کال زېږېدلی او د تېرې دوشنبې په ورځ ومړ.

متحده امارات د افغانستان له مهمو مرستندویانو ګڼل کېږي، چې ولسمشر غني ورسره واک ته تر رسېدو وروسته د دولت په دولت اړیکې ټینګې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *