تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی د عمرې د ادا کولو لپاره نن سعودي عربستان ته لاړ.

ښاغلی غني به د دې سفر په لړ کې د سعودي عربستان له چارواکو سره هم وویني.

د ارګ د سرچینو د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر به د سعودي عربستان له پاچا ملک عبدالله او نورو چارواکو سره د دوو هیوادونو د اړیکو او د افغانستان په سوله کې د سعودي عربستان د رول په باب وږغېږي.

په دې سفر کې له ښاغلي غني سره د ده لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ د چارو سلاکار احمد ضیا مسعود، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، او د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد عمر داوودزی ملګري دي.

ولسمشر غني تر انتخاباتو مخکې ویلي و چې لومړنی سفر به د عمرې لپاره سعودي عربستان ته وکړي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني روانه میاشت چین ته هم لاړ شي.

ده د پاکستان د سفر لپاره د نوازشریف بلنه هم منلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *