تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /جمعه/ جنګ ځپلي غزني ته لاړ او د طالبانو په خونړۍ حمله کې د دې ویجاړ شوي ښار د ورانیو د بېرته جوړېدو لپاره یې ۲۰ ملیون ډالره ځانګړي کړل.
په غزني کې د ۵ ورځینۍ جګړې له کبله د ښار برښنا، ټېلیفون، اوبه او نور خدمات پرچاو شول، په سلګونه دوکانونه، مارکیټونه، کورونه او دفترونه یې وران شول او لا هم د ښار لسګونه زره اوسېدونکي لا هم خپلو کورونو ته بېرته نه دي تللي.
ښاغلی غني غزني شار ته په هیلي کوپتر کې ورسېد.
ده د غزني له قومي مشرانو او امنیتي چارواکو سره وکتل.
دغه راز ښاغلي غني غزني ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د قران عظيم الشان د ختم او د غزنی د شهيدانو روح ته د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او د امنيتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو د شهيدانو روح ته يې دعا وکړه.
نن په غزني ښار کې کلک امنیتي تدابیر غوره شوي او د غزني له ولسوالیو راپورونه وايي چې لا هم د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ تیت پرک نښتې روانې دي.