تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فرانسې د نیس ښار تروریستي حمله په کلکه وغندله.

د نیس ښار د تېرې شپې په حمله کې، چې د فرانسې له ملي ورځ او په فرانسه کې د بیړني حالت له پای ته رسېدو سره په یو وخت وشوه، لږ ترلږه ۸۴ تنه وژل شوي او وېره ده چې د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي ځکه چې د ۱۸ ټپیانو حال نازک دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي«د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فرانسې د نیس تروریستي حمله، چې ډېر بېګناه خلک پکې ووژل شول یا ټپیان شول، په کلکه غندي.»

ولسمشر غني د فرانسې له ملت او حکومت سره خواخوږي څرګنده کړې او تروریزم یې د درستې نړۍ او سیمې ګډ دښمن بللی او له هغه سره د مبارزې لپاره یې د ګډو هلوځلو غوښتنه کړې ده.

د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو مشرانو هم دا برید غندلی او له فرانسې سره یې یووالی ښودلی دی.

د امریکا او روسیې ولسمشرانو، د بریتانیا، جرمني، هند او چین صدراعظمانو او د اروپايي شورا رييس د نړۍ د نورو مشرانو ترڅنګ دا برید د نه بخښلو وړ بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *