تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د لوېدیځې حوزې له والیانو سره د دغو ولایتونو د امنیت او مقرریو په اړه خبرې وکړې.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم ولسمشر غني د هرات، بادغیس، فراه او غور له والیانو او د ظفر قول اردو له قومندان سره د ویدیو کنفرانس له لارې په لوېدیځ زون کې د ثبات او امنیت د ټینګښت پر لارو چارو وږغېد.
ولسمشر امنیتي وضعیت ته په اشارې سپارښتنه وکړه چې مخکې تر دې چې د دولت وسله وال مخالفان لاس په کار شي باید مخنیوونکي اقدامات وشي.
ده همداراز وویل، دښمن غوښتل چې د سږ کال په دوبي کې خپلو ستراتیژیکو هدفونو ته ورسېږي خو د امنیتي ځواکونو له لوري د دوی هدفونه ناکام شول.
ده د افغانستان او نړیوالې ټولنې د پر له پسې همکاریو ډاډ ورکړ، ویې ویل، افغانستان به په امنیتي – اقتصادي کنفرانسونو کې، چې ټاکل شوې ده په راتلونکې کې په اروپا کې جوړ شي، فعال ګډون وکړي او د خپلو بریالیتوبونو او اړتیاوو په اړه به خبرې وکړي.
ده له والیانو وغوښتل چې د هیواد د دفاعي ځواکونو لیکو ته د ځوانانو د جلب و جذب لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
ولسمشر غني د سیمه ییزو پولیسو په اړه وویل چې باید تجربه کاره او مسلکي کسان د دوی قوماندانان وي.
د افغانستان په یو شمېر سیمو کې له سیمه ییزو پولیسو زیات شکایت کېږي. او حتي ویل کېږي چې د سیمه ییزو پولیسو منفي رول د کندوز ښار د سقوط یو اساسي علت و.
ولسمشر ته د هرات والي محمد اصف رحیمي وویل چې ۸ نوي ولسوالان یې ټاکلي او ۳ ��ره نوي پوسټونه یې ازادې سیالۍ ته وړاندې کړي دي چې تراوسه ۱۵۰۰ تنو ورته غوښتنې کړي دي.
د فراه والي اصف ننګ وویل چې ځوانان لېواله دي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې شامل شي.
د غور والۍ سیما جوینده، وویل چې د غور خلک له حکومت سره همکاري کوي.
مېرمن جوینده تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر پخواني قومندانان او زورواکان د مرګ خبرداري ورکوي.
د بادغیس والي جمال الدین اسحاق وویل چې هڅه کوي ځوانانو ته کار پیدا کړي او په دې برخه کې د ستونزو د حل کولو لپاره کابل ته ځي.