تاند – ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام په ریاض ښار کې په خپل استوګنځي کې د اسلامي ـ عربي هېوادونو او امریکا د مشرانو د غونډې په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک مستر سره وکتل.
د ارګ د خبرپاڼې په اساس، په دې کتنه کې دواړو لورو د تروریزم او افراطیت پر ضد د ګډې مبارزې، په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو او نورو سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر غني او مک مستر د تروریزم پرضد د ګډې مبارزې په برخه کې په کابل کې د خپلو مخکېنیو خبرو په تائید سره یو ځل بیا د دغه مصیبت پر ضد په ګډه او جدي مبارزه ټینګار وکړ.
د ارګ خبرپاڼه وایي، چې ولسمشرغني او د امریکا د ملي امنیت سلاکار د اسلامي ـ عربي هېوادونو او امریکا مشرانو د ناستې په څنډه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو او مقاماتو په ځانګړې ډول د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو لیدنې د دواړو هېوادونو د اړیکو او مناسباتو د پراختیا لپاره ګټورې وبللې.
ویل کیږي چې، تر دې مخکې ولسمشرغني له ولسمشر ټرمپ سره کتلي وو خو د لیدنې په هکله یې جزیات خپاره نشول.