تاند، پنجشنبه، د دلوې ۲۴مه: ولسمشر غني نن سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د مونیخ ۵۶م امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته ولاړ.
د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود تاند ته وايي، ولسمشر غني به د مونیخ کنفرانس ته د وینا تر څنګ د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان پر امنیت، سوله او دوه اړخیزو اړیکو هم وغږېږي.
د مونیخ کنفرانس د سیمې او نړۍ د امنیتي سیاستونو په تړاو هر کال د فبرورۍ میاشت کې د جرمني په مونیخ ښار کې ترسره کېږي.
په دغه کنفرانس کې پرېکړې نه کېږي خو هر کال په کې د نړۍ پر یوه مهمه امنیتي مسئله بحثونه او تبادله نظر کېږي، همدا راز ورغلي مشران په کې د نورو هیوادونو له مشرانو سره په دوه اړخیزو همکاریو غږیږي.