تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وویل:« مهمه دا ده چې د ناټو د د هوډمن ماموریت لپاره لازم شمېر روزونکي برابر شي ځکه چې موږ لا هم نه یوو توانېدلي چې هر څه په خپله وکړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل، دا چې د ناټو غړي هیوادونو هوډمن ماموریت سږ کال نهايي نه کړای شو علت یې دا و چې د ناټو غړیو د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلل.

د ناټو مشرانو د سې شنبې په ورځ د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې د خپلې دفاع په قوي کولو موافقه وکړه او ویې ویل چې د روسیې او نورو خطرونو په وړاندې د ځان ساتلو لپاره به د چټک غبرګون ځواک جوړ کړي او د دغه ځواک لومړنۍ قطعه به د جنورۍ تر لومړۍ پوري جوړه شي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل:«موږ خپل متحدان ساتو او د خپلو شریکانو ملاتړ کوو.»

د ناټو ۲۸ غړیو هیوادونو دا پرېکړه په داسي حال کې وکړه چې دا تړون په راتلونکو څو اوونیو کې د افغانستان جنګي ماموریت پای ته رسوي.

د افغانستان ولسمشر په خپل هیواد کې د هغو تروریستي بریدونو په اړه خبرې وکړې چې په وحشیانه ډول او په خورا بې رحمۍ کېږي.

ده د والیبال په میدان کې ځانمرګي بریدونه او پوهنتون ته پر تلونکو نجونو بریدونه د انساني، مدني او اسلامي ارزښتونو خلاف اعمال وبلل.

د پکتیکا په یحیا خېل ولسوالۍ کې د والیبال پر مسابقې خانمرګي برید ۶۰ تنه ووژل او تر ۱۰۰ زیات نور یې ژوبل کړل.

همداراز د کابل پر دارلامان په ځانمرګي برید کې د پوهنتون یوه محصله ووژل شوه او د ولسي جرګې مخکښه غړې شکریه بارکزۍ ټپي شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *