تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /سې شنبه/ بروکسل ته روان شو چې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني به د ناټو د مشرانو په غونډه کې وینا وکړي.
د افغانستان د حکومت اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم د ناټو غونډې ته بلل شوی دی.
د ناټو سرمشریزه د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د دې تړون د غړیو هیوادونو د مشرانو په ګډون جوړېږي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم په دې سرمشریزه کې ګډون کوي.
په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور د دوام، له افغانستان سره د ناټو د غړیو د ژمنو، د ناټو او نورو هیوادونو د مالي او پوځي مرستو په وړاندې د افغانستان د حکومت د ژمنو او د افغانستان د سولې او پخلاینې پر لرلید خبرې وشي.