تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن هرات ته لاړ چې د دغه ولایت چارې له نژدې وګوري.
ولسمشر غني وروسته له دې هرات ته سفر وکړ چې په هرات کې د ناامنیو د زیاتېدو په باب شکایتونه وشول او د هرات والي فضل الله وحیدي یې له دندې لېري کړ.
ویل شوي چې ولسمشر غني د هرات له ولایتي چارواکو سره د ناامنیو په باب خبرې وکړې.
ده د دې سفر په لړ کې د هرات له قومي مشرانو او سپین ږیرو سره هم ولیدل.
له ولسمشر سره په دې سفر کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د ملي امنیت د ریاست چارواکي هم ملګري ول.
ده د هرات د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د خلکو د نظرونو له اورېدو وروسته ځیني سپارښتنې وکړې.
ویل شوي چې ولسمشر به نن وروسته د هرات د سفر په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړي.
ولسمشر پدی کی ډیر فعال دی چی لوړ پوړی چارواکی له دندو ګوښی کړی هو پدی کی ډیر کمزوری دی چی وزیران معرفی کړی او هغه دا وایی چی په کبینه ځنډ پدی راغلی چی دای او اجرایا ریس د کار خلک لټوی هو دا خقیقت ندی پدی چی دوی دواړو د خلکو سره د لوړو فسټو وعدی کړیدی چی هغه باید پوره کړی او بل دوی دواړه نه غواړی چی کرزی صیب مامورین په دندو پاتی شی