د افغانستان ولسمشر د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره ولیدل

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د هند د سفر په دوهمه ورځ د دغه هیواد صدراعظم نریندرا مودي ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه .

د هند د سټېټسمن ورځپاڼې د راپور له مخې ښاغلي غني د هند صدراعظم ته وویل چې کابل ته ورشي او د هند په مرسته د افغانستان د ملي شورا لپاره جوړه شوې ودانۍ پرانیزي او دغه راز بامیان ته په سفر کې تاریخي او لرغوني اثار وویني.

ده مودي ته په خطاب کې وویل:«زه تاسو ته د زړه له کومې په کابل کې د لیدو لار څارم، هیله لرم چې نه یوازې به د افغانستان د ملي شورا ودانۍ پرانېزئ بلکې بامیان درې او ځینو نورو تاریځي ځایونو ته به سفر وکړئ.»

له څو ک��ونو راهیسي د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ لپاره د هند له لوري کار روان دی خو تمه کېږي چې سږ کال به یې کار بشپړ شي.

د افغانستان ولسمشر د نیپال د زلزلې په علت نیپالیانو ته د سر و مال پر تاوانونو خواشیني څرګنده کړه او د نیپال له ولس او حکومت سره یې د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د هند صدراعظم ښاغلی مودي وستایه چې له نیپال سره یې په خلاص لاس مرستې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *