مودي د افغانستان ولسمشر ته د ملاتړ ژمنه ورکړه

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په نوي دیلي کې د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره خبرې وکړې.

هندي رسنۍ وايي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نریندرا مودي د امنیت په شمول پر بېلابېلو کلیدي موضوعاتو خبرې وکړې.

ښاغلي مودي وویل، له جغرافیايي خنډ سره سره د هند او افغانستان اړیکې او مشارکت غوړېدلی دی.

ده د افغانستان له ولسمشر سره له خبرو وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د هغې پروسې چې د افغانستان د ابادۍ په چوکاټ کې وي او تشدد پکې نفي شوی وي، د دواړو په ګټه دی.

مودي وویل:«موږ د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د (سولې) په بهیر کې ګډې ګټې لرو. باید د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې د تشدد له سیوري لېري وشي. باید د تېرو ۱۴ کلونو سیاسي، اقتصادي او اجتماعي پرمختګونه پیاوړي کړي. پکار ده چې د افغان ښځو په شمول د ټولنې د ټولو پرګنو هیلې او حقونه خوندي کړي.»

نریندرا مودي، بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي، چې د افغانستان تېر حکومت به په زغرده په خپلو چارو کې په لاسوهنې تورناوه، وویل:«د سولې د پروسې بری د ګاونډیو هیوادونو رغنده او مثبت دریځ او د جګړې د پای ته رسولو ارادې ته اړتیا لري.»

مودي وویل چې هند د افغانستان له خلکو سره د سوکاله، باثباته، متحدد او ولسواک دولت په جوړولو کې ملګری او ملاتړی دی.»

ولسمشر غني نن مخکې تر دې چې د هند له صدراعظم سره د هیاتونو په کچه خبرې پیل کړي، د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزیر سوشما سواراج سره وکتل.

د افغانستان ولسمشر به نن د هند له ګڼو وزیرانو او چارواکو سره وویني.

هند ي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سوشما سوارج، دفاع وزیر منوهر پریکار او د سوداګرۍ او صنعت وزیر نیرمالا هم د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره وویني.

ولسمشر غني په ډیلي کې د افغانستان د سفارت ترمیم شوې ودانۍ پرانسته او په هند کې یې د افغان محصلانو او افغان کډوالو له استازو سره په دوو جلا غونډو کې ګډون وکړ.

ده وویل چې افغانستان به سږ له خورا سحت کال ولري.

ښاغلي غني همداراز له فساده سر وټکاوه، ویې ویل چې د ولایتونو د ۳۴ محکمو له ريیسانو سره یې په خپله خبرې کړي او د هغو له لاسه پزې ته رسېدلی دی.

ولسمشر افغان هندوانو ته، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې شتمنۍ غضب شوي دي، وعده ورکړه چې په خپله به د دوی قضیې وڅاري او په یوه کال کې به یې ستونزې ورحل کړي.

1د هند مرستیال ولسمشر محمد حمید انصاري به د مازدیګر په څلور بجې د افغانستان له ولسمشر سره وګوري. د روغتیا او د کورنیو د ښېګڼې د چارو وزیر به په څلور نیمې بجې د افغانستان د ولسمشر لیدو ته ورشي.

محمد اشرف غني به مازدیګر (‎شپږ بجې) د هند د نړیوالو چارو د څېړنیز مرکز په شورا کې وینا وکړي.

ماښام مهال به د افغانستان ولسمشر د هند د ولسمشر پرناب موکرجي په مېلمستیا کې ګډون وکړي.

ښاغلی غني به د ورځې په لړ کې د هند د سوداګرو، پانګوالو او سیاستوالو له بېلابېلو ډلو او استازو سره هم وویني.

One thought on “مودي: هند د افغانانو په مشرۍ او د اساسي قانون په رڼا کې پخلاینې ملاتړ کوي”
  1. هندوستان او افغانستان د تاریخ په اوږدو کی ډیر لرغونی اړیکې لرلی دی او هند تر تله په افغانستان کی د سولې او پرمختیا پلوی کونکې پاتې شوې- یوه مقوله ده دیر آید دروست آید- خیر ! د ولسمشر ډاکټر اشرف غنی احمد زی هند ته مسافرت هند او افغانستان ترمینځه دا اړیکې نور زیات ټینګې کړی او هند چی د افغانستان بیا په ودانولو کی کومه ونډه برابره کړې هغه د ستائینې وړ ده او لکه چی د هند لومړی وزیر ښاغلی نریندر مودی وئیلی چی هند د افغانستان خلکو سره د سوکاله ؛ با ثباته ؛ یوموټې او ولسواک هیواد جوړولوکی ملګرې او ملاتړ کونکې دې- په ګردې نړۍ کی ټول پښتانه په افغانستان کی د سولې او امن دعا کوی- تل دی وی د هند او افغانستان دوستی –
    ممتاز ولی یوسفزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *