تاند- ولسمشر محمد اشرف غني به په راتلونکو درو ورځو کې د ملي شورا د دواړو جرګو ګډه غونډه راوبولي چې د هیواد د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړي.

دا خبره ارګ او د ولسي جرګې سرچینو وکړه.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي نن /جمعه/ وویل، ولسمشر به له دواړو جرګو سره د هیواد د روانو حالاتو او د ترهګرۍ پر ضد د جګړې د ستراتیژۍ په اړه سلا مشوره وکړي.

د اساسي قانون له مخې، ولسمشر د هیواد د جدي مسایلو په اړه د ملي شورا ګډه غونډه رابللی شي.

ولسمشر غني دا پرېکړه د کابل د سې شنبې د ورځې له خونړۍ حملې او د طالبانو له لوري د سولې د خبرو له ردېدو وروسته کړې ده.

د افغانستان په حکومت کې اوس د دې نظر ملاتړ زیات شوی چې طالبان سوله نه غواړی او باید د پوځي قوت په زور د دوی حملو ته کلک ځواب وویل شي.

 په عین حال کې ناتایید شوي راپورونه وايي چې د پاکستان حکومت طالبان د څلوراړخیزې راتلونکې غونډې ته تیار کړي څو د افغانستان د حکومت غوسه، چې د سې شنبې د ورځې د حملې په خاطر اوج ته رسېدلې ده، سړه کړي.

د ولسي جرګې منشي ښاغلي انعامي هم نن وویل، ولسمشر دې نتیجې ته رسېدلی چې باید بلوا ضد ستراتیژي بدله شي او د همدې لپاره د ملي شورا د دواړو جرګو د ګډې غونډې او په دې موضوع د مشورې غوښتونکی دی.

په همدې حال کې ارګ وايي چې د ملي شورا د ګډې ناستې غوښتنه د دې لپاره شوې چې د هیواد پر روانو ستونزو سلا مشوره وشي.

د ولسمشر یوه ویندوی دواخان مینه پال رسنیو ته وویل، ولسمشر غواړي د دواړو  جرګو له غړیو سره پر روانو حالاتو، د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او نورو مهمو مسلو خبرې او پرېکړه وکړي.

One thought on “ولسمشر غني د هیواد پر حالاتو د بحث لپاره د ملي شورا د دواړو جرګو غونډه بللې”
  1. ددی ترڅنګ دافغانانوترمنځ اتحاد اویوالی ،دفساد د
    منځه وړل او په داخل کی دیو قوی نظام رامنځته کول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *