تاند- په داسې حال کې چې په چین کې بین الافغاني خبرې پیلېږي او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د همپالنې ډله هڅه کوي چې د ولسمشرۍ انتخابات لانجمن کړي، د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني غواړي چې نن د هیواد پر سیاسي تحولاتو له رسنیو سره خبرې وکړي.
که څه هم تراوسه پورې څرګنده نه ده چې ښاغلی غني به په کومو موضوعاتو خبرې وکړي په چین کې د بین الافغاني خبرو لپاره د افغانستان پلاوی رسماً نه دی اعلان شوی.
همداراز د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په پام کې لري چې له خپل اعلان کړي مهالوېش سره سم د ولسمشرۍ ابتدايي پایلې اعلان کړي خو په وړاندې یې یو شمېر کاندیدان، چې باور لري انتخابات یې بایللي دي، خنډونه پېښوي.
عمومي باور دا و چې د افغانستان نړیوال متحدان غواړي چې انتخابات ګډوډ شي او د نامعلومې نتیجې په صورت کې هماغه راز چې ګلبدین حکمتیار او نور بایلونکي کاندیدان یې غوښتونکي دي، یو موقت حکومت جوړ شي، خو په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر (یوناما) د اعلامیې او د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د عبداالله عبدالله د انتخابالتي ټیم پر پلوي کمیشنر مولانا عبدالله د ملګروملتو نیوکو وښوده چې نړیواله ټولنه د انتخاباتو پر کمیسیون د فشار او تحمیل هڅه نه کوي.
د راپورونو له مخې، مولانا عبدالله د کمیسیون یو هزاره غړي ته د هغه د قوم او مذهب په اړه سپکې سپورې ویلي دي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د همپالنې ډله، چې ظاهراً یې انتخابات بایللي دي، له څو نورو بایلونکو کاندیدانو سره لاس یو کړی چې د انتخاباتو په مشروعیت کې د خلکو شکونه پیدا کړي.
ګلبدین حکمتیار، چې هیله لري د انتخاباتو د ګډوډېدو په صورت کې به موقت حکومت جوړ او ده ته هم پکې ځای پیدا شي، په دې معامله کې له خپل سرسخت مخالف عبدالله سره لاس یو کړی دی.
د اشرف غني د انتخاباتي ټیم پلویان بیا ادعا کوي چې حکمتیار وروسته له دې له ارګ څخه مخ واړاوه چې ارک پر نوموړي جېب خرڅ بند کړ.
د دې ټیم دوو غړیو، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، تاند ته وویل چې حکمتیار د دسترخوان او دفتر خرڅ غواړي.
د عبدالله عبدالله او حکمتیار انتخاباتي ډلې وايي چې ارګ د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون فشار راوړی چې ابتدايي پایلې اعلان کړي خو کمیسیون وايي چې هیڅ راز فشار پرې نه دی راوستل شوی.
د ولسمشر غني د انتخاباتي کمپاین ویندوی رضوان مراد تاند ته وویل چې د کمیسیون ټول غړي د ۱۸ کاندیدانو په رایو غوره شوي او ولسمشر غني حتي خپله رایه هم نه ده کارولې.
د ښاغلي مراد په وینا دا لومړی ځل دی چې د انتخاباتو د کمیسیون غړي د کاندیدانو په خوښه ګومارل کېږي ګنې دا د ولسمشر حق دی چې د کمیسیون غړي وټاکي.