تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان په سند ایالت کې د شهباز قلندر په زیارت کې د تېرې شپې حمله په کلکه وغندله.

د وروستیو راپورونو له مخې په دغه برید کې ۷۵ تنه وژل شوي دي.

غني ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د اسلامي دولت په شمول، چې د شهباز قلندر د زیارت د حملې مسوولیت یې منلی، له ټولو تروریستی ډلو سره جنګېږي.

ولسمشر غني په دې بیغام کې، چې نن /جمعه/ یې خپور کړی، همداراز ویلي چې تروریستی ډلې تل هڅه کوي چې په افغانستان او د نړۍ په نورو هیوادونو کې ملګي وګړي په نخښه کړي.

ده د شهباز قلندر په زیارت کې انتحاري حملې ته په اشارې ویلي«صوفیانو تل د خلکو ترمنځ د سولې او ورورګلوۍ تبلیغ کړی دی، خو تروریستانو یو وار بیا ثابته کړه چې دوی اسلامي ارزښتونو ته هیڅ راز درناوی نه لري.»

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تل د داعش په ګډون د ټولو تروریستي ډلو پر ضد د جدي مبارزې ټینګار کړی او تروریزم د ټولو هېوادونو ګډ دښمن او جدي خطر بولي. دې ډلې تل په افغانستان او ټولو سیمو کې خلک په نښه کړي دي، په دغې پدیدې د بریالیتوب لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع حتمي ده.»

په همدې حال کې پاکستان تېره شپه پر کونړ او ننګرهار ولایتونو د توپ او راکټ حملې کړي چې لږترلږه ۲ تنه پکې شهیدان شوي دي.

همداراز پاکستاني پولیسو په خپله خاوره کې د افغان مهاجرو د نیولو او ځورولو لړۍ پیل کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *