تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان د دولتونو ترمنځ د هراړخیز دیالوګ لپاره د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ته د کابل د سفر بلنه ورکړه.

ښاغلي غني د پاکستان صدراعظم عباسي ته دا بلنه نن /شنبه/ په ارګ کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره په کتنه کې ورکړه.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصرخان جنجوعه نن د خپل افغان ساري محمد حنیف اتمر په بلنه کابل ته راغی او د اتمر ترڅنګ یې له ولسمشر غني سره هم ولیدل.

ولسمشر غني په یوه ټویټ کې ویلي«نن مې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره په دلکشا ماڼۍ کې ولیدل. د کابل د پروسې په تعقیب مې د پاکستان صدراعظم ته د افغانستان د رسمي سفر بلنه ورکړه چې د دولت په دولت هراړخیز دیالوګ وکړو.»

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار افغان چارواکو ته وویل، اسلام اباد تیار دی چې په افغانستان کې د ټینګې سولې لپاره هر راز ممکنې هلې ځلې وکړي.

ده د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره په کتنه کې وویل چې امن افغانستان د پاکستان سوله تصمینوي.

پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره په کتنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ډیورند له پورې غاړې پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو پر راکټي بریدونو خبرې وکړې.

داسې ښکاري چې پاکستان د امریکا د وروستي فشار په نتیجه کې اړ شوی چې په خپله پالیسي کې بدلون راوړي.

که څه هم پاکستان پخوا هم دا ډول تظاهر کړی خو تر دې وړاندې پاکستان هیڅکله د اوس په شان د امریکا له فشار سره نه و مخامخ شوی.

One thought on “ولسمشر غني د پاکستان صدراعظم ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه”
  1. د پاکستان د امنیت د پلاوی سره د افغانستان د امنیت د پلاوی کتنه د سولی د بهیر لپاره یو بل هیله مند پړاو پرانستل دی ، او زما په اند دا کتنه دواړو پلاوو ته یوه ډیره ځواکمنه هیله وربښی او ددی کتنی په نتیجه کی د افغانستان پلاوی کولای شی پاکستانی چارواکی اړ باسی تر څو ترهګری ډلی سولیزیزو خبرو ته راوبلی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *