تاند- ولسمشر محمد اشرف غني د نن ورځې/دوشنبه/ له مظاهره چیانو په دې مننه وکړه چې مسوولانه عمل یې کړی دی.

د کابل ښار له مظاهرې وروسته ولسمشر غني په یوه وینا کې وویل:«زه له هغو ټولو مننه کوم چې له ګډوډي پرته یې په سړه سینه خپل نظرونه، ویناوې، تحلیلونه او سپارښتنې وړاندې کړې.

ولسمشر غني د افغان امنیتي ځواکونو هم مننه وکړه چې د مظاهره چیانو امنیت یې وساته او دښمنان یې پرېنښودل چې ورانکاري اعمال ترسره کړي.

ده تاکید وکاوه چې سږنی کال به د پرمختګ په لور د حرکت کال وي.

ولسمشر غني ژمنه وکړه چې ټوله هڅه به یې دا وي چې د پروژو په اجرا کې انډول او عدالت وساتي څو د ټولو ولایتونو اوسېدونکي له پروژو ګټه واخلي.

ولسمشر غني دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې زرګونو هزاره ګانو په پلازمېنه کې مظاهره وکړه او له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ ولټه برېښنا د مزو د غځېدو لپاره یې د بامیان د لارې د غوره کېدو غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني ویلي چې د برېښنا د انتقال لپاره د سالنګ لاره تېر حکومت غوره کړې او که اوس دا مسیر بدلوي نه یوازې دا چې د څه باندې ۸۰ کیلومتره اوږدې لارې لپاره باید په سلګونو ملیون ډالره اضافي لګښت وشي بلکې دا پروژه به تر خپل اصلي وخت ۳ کاله په ځنډ اجرا شي.

ده همداراز د بامیان پر اوسېدونکو ږغ کړی چې د برېښنا ستنې غواړي او که برېښنا، که برېښنا غواړي د مخکینۍ پرېکړې خلاف، چې ۳۰ میکاواټه برېښنا بامیان ته په پام کې نیول شوې وه، دغه ولایت ته له سالنګ څخه د ۳۰۰ میکاواټه برېښنا د لېږدولو ژمنه کوي.

One thought on “ولسمشر غني : د پروژو په اجرا کې به انډول او عدالت په پام کې نیسي”
  1. دلته زموږ په پښتنو کی یو متل دۍ چی وایی: که د ټګ ټګی اوبرګی په زړه کی نه وی ! نو ولی خر په خره بدلوی!؟ که خبره په رښتیا د بریښنا ستونځه وی هغه خو هغه دی حکومت خپله اړونده ژمنه په ځلونو تکرار کړیده. نه !! دلته د دوی موخی دنورو ملکونو د ستراتیژیک عمق ته کار کول دی، چی افغانستان همداسی نورو ګاونډیانو ملکونو ته اړ و اوسی. کچیری لږ شاته وګورو د پخوانی اولسمشر د دوری د اوبو اوبریښنا وزارتونو هیڅکله هم د ملی پروژو ننګه نده کړی بلکه تل یی دګاونډیانو څنګ نیولۍ وو او پایله ی دغه شوه چی افغانستان یو مصرفی ملک او د ګاونډیانو محتاج دۍ، اوس هم د ملی پروژو د تطبیق پّه وړاندی د خنډونو جوړول د هماغی پروژی لړۍ ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *