تاند- د افغانستان ولسمشر نن (یکشنبه) د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ته لاړ چې په دغه ولایت کې د سې شنبې د ورځې د تروریستي برید د قربانیانو له خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړي.

د پکتیا په حملو کې ۶۰ تنه ملکیان او پولیس وژل شوي او ۲۳۶ نور ژوبل شول.

په دې حمله کې د پکتیا امنیه قوماندان توریالی عبدیاني هم شهید شو.

د افغانستان د وروستیو ورځو په تروریستي حملو کې په پکتیا، غزني، کندهار، کابل او غور کې تر ۲۰۰ زیات افغانان شهیدان شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.

د دغو حملو مسوولیت طالبانو او داعش سختدریځو ډلو به غاړه اخیستی دی.

One thought on “ولسمشر غني د پکتیا د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ لپاره ګردېز ته لاړ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *