تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پکتیکا د یحیي خېلو تروریستي او وحشیانه برید چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۵۰ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ژوبل شوي دي، په کلکه وغانده.
د ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې« دا غمجنه پیښنه نن مازیګر هغه مهال را منځ ته شوه چې د دغه ولایت د یحیی خیلو، خیرکوټ او یوسف خیلو ولسوالیو ځوانانو په خپل منځ کې د والیبال سیالي ترسره کوله.»
تراوسه پوري د والیبال د لوبغاړو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي. ویل کېږي چې د چاودنې په مهال د دوو ولسوالیو د ټیمونو ترمنځ پایلوبه روانه وه ځکه هم د مسابقې لیدلو ته ډېر خلک راغلي ول.
د وروستیو راپورونو له مخې د پېښې د تلفاتو شمېر مخ په زیاتېدو دی ځکه چې ډېر ټپیان مرګي حاله دي.
ولسمشر غني د دې پېښې د غندلو ترڅنګ وویل:« د بی ګناه ملکي وګړو دا ډول وحشیانه او بی رحمانه وژنه په هیڅ ډول توجیه کیداي نشي او دا غیر انساني او غیر اسلامي عمل د کرکې وړ دی.»
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي:« ولسمشرغني دا کرکجن عمل د افغانستان د دښمنانو کار وباله او د پکتیکا ولایت سرپرست محب الله صمیم ته یی د ټیلیفون له لارې لارښوونه وکړه چی ډیر ژر د پیښې سیمې ته د مرستو ټیمونه واستوي او د دی پیښې د عاملانو په نیولو کی ژر تر ژره لاس په کار شي.»
دا برید په داسي ورځ وشو چې ولسي جرګې په غوڅ اکثریت له امریکا او ناټو سره امنیتي موافقې تصویب کړې. طالبانو وروسته له دې چې د افغانستان نوي حکومت له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړه، ځانمرګي بریدونه زیات کړي دي. کېدای شي دا برید د ولسي جرګې د نننۍ پرېکړې په غبرګون کې شوی وي.
د ولسمشر د لارښوونې له مخې د بیړنیو مرستو د کولو او د ټپیانو د انتقال لپاره د پیښې سیمې ته افغان امنیتي ځواکونه استول شوي دي.»
په خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې ټپیان کوم روغتون ته وړل شوي او ایا د ټپیانو د لېږدولو لپاره سیمې ته هیلي کوپترې هم لېږل شوي او که نه دي. په یوه بل خبر کې د کورنیو چارو د وزارت له قوله ویل شوي چې دغه وزارت د ټپیانو د لېږدولو لپاره سیمې ته هیلي کوپترونه لېږلي دي.
راپورونه وايي چې ځانمرګی په موټرسایکل سپور و او غالباً یې د حملې هدف د یحیي خېلو امنیه قومندان او له هغه سره ملکګري پولیس ول.
طالبانو، چې په وروستیو څو ورځو کې یې په ځانګړي ډول ځانمرګو بریدونو ته زور ورکړی دی، تر دې دمه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
How is it possible to carry such an attack?
Where were the police and NDS?
Why have they always targeted Paktika?
Problem is lots of paktikans are doing their business in India and living in India? Dalkhuristanis afriad of these relationship and they are carrying these criminal and terrorist attacks on Afghan civilians.
So they make sure that we listen and get afriad of them.
Believe me Chatalistan that once if afghan picks its sword they vanish you from the world map.
Just keep it in mind. Don’t make us wake up. You will regret
زه نن ورځ یوولس بجي د زخمیانو د لیدلو لپاره په کابل کي د سردارمحمدداؤدخان څلورسوه بستریز روغتون ته ورغلی ؤم، د ټولو زخمیانو شمیر ۵۴ ؤ چي د هغوی له جملي څخه د شپږو حالت نازک ؤ او په بیړنې خونه کې بستر ؤ، د زخمیانو لیدلو ته د جمهور رئیس لمړی مرستیال هم راغلی ؤ، د مخابراتو وزیر او یو شمیر د ولسي جرګي غړي هم د زخمیانو پوښتني ته ورغلی ؤ،، وروسته بیا د مخابراتو وزیر او ډاکټرعبدالله عبدالله پکتیکا ته وخوځيدل،،، د یادولو وړ ده چي د یادي پیښي قربانیان ټول ځوانان، ماشومان او بیچاره ملکي هغه وګړي دي چي یا د سپورت مینه وال دي او هم هغه اشخاص دي چي وزګار دي او د ساعت تیري لپاره يي له لوبي څخه ننداره کوله