تاند- ولسمشر اشرف غني احمدزی وايي چې د ښې حکومتوالۍ لپاره باید د ده واکونه او صلاحیتونه محدود شي.

ډاکتر غني نن /پنجشنبه/ د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د خپل جګپوړي استازي احمدضیا مسعود د لوړې په مراسمو کې وویل:«ټولې ادارې اصلاحاتو ته اړتیا لري، زه د ولسمشر په توګه غواړم چې صلاحیتونه مې محدود شي.»

ولسمشر غني همداراز وویل چې د ده د واک او صلاحیت حدود دې قانون وټاکي او دا کار باید په ټولو دولتي ادارو او اورګانونو کې وشي او ټول چارواکي باید په قانوني معیارونو برابر وټاکل شي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې ښه حکومت باید د حکومت او دولت په ټولو کچو کې په یوه عمومي ملي پروسه بدل شي او کار وړ کسانو ته وسپارل شي.

0 thoughts on “ولسمشر غني: د چارو د ښېګڼې لپاره دې زما صلاحیتونه محدود شي”
  1. پيا وړئ ولسمشر صيب ! د افغانستان خلکو په تاسې اعتماد کړئ او شاته مو د اوسپنيز ديوال غوندې ولاړ دي ، زمونږ هیله نده چې تاسې د خپلې ولسمشرۍ واک وویشۍ او محدود ېې کړۍ ، ډېره خوش باري مه کوۍ ، ټول هلې ځلې کوي چې د خپلو ملګرو ګټې خوندي کړي ، که تاسې داسې وکړۍ هغه د دري ژبې متل به شي چې وايي ( تیشه به ریشه خود زدن ) نوره ستاسې جناب خپله خوښه ( ور به شې خبر به شې ) په درناوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *