تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /دوشنبه/ تهران ته ورسېد چې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره د چاه بهار بندر د پراختیايي پروژې موافقه لاسلیک کړي.
دا په تېرو ۲۰ میاشتو کې، چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر غوره شوی، ایران ته د ده دوهم سفر دی.
ښاغلی غني تر دې مخکې د تېر ۲۰۱۵ م کال د اپریل په نولسمه تهران ته تللی و.
د چاه بهار بندر پر پراختیا د هند له لوري د ۸۵ ملیون ډالره پانګونې سند د تېر کال په مې میاشت کې د هند د لارو او ترانسپورت د وزیر نتین ګدکاري او د ایران د د لارو او ښاري پراختیا وزیر عباس اخوندي لاسلیک کړ.
ولسمشر غني تهران ته له قطر څخه لاړ. ده د قطر په دوه ورڅني سفر کې د دغه هیواد له امیر او صدراعظم سره د کتنې تر څنګ په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
د دې موافقې ترڅنګ ولسمشر محمد اشرف غني، ولسمشر حسن روحاني او صدراعظم نریندرا مودي د افغانستان، هند او ایران ترمنځ یوه درې اړخیزه ترانسپورتي او ترانزیتي موافقه لاسلیک کړه.
په دې مناسبت د درو مشرانو په غونډه کې د هند صدراعظم ښاغلي مودي وویل چې د چاه بهار بندر د انکشاف او د هغه د تاسیساتو د جوړولو لپاره د هند او ایران موافقه یو مهم پرمختګ دی.
هند د دې هدف لپاره د ۵۰۰ ملیون ډالرو کریډیت برابرولو ژمنه هم کړې ده.
د افغانستان ولسمشر په تهران کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره جلا – جلا هم وکتل.