تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۸مه: ولسمشر غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي د نننیو هغو څرګندونو په تړاو توند غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي، حکومت پر پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښه پلورلې ده.

ولسمشر ویلي، حکومت د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو د پرېکړې حق نه لري او دا یوازې د افغان ولس په واک او صلاحیت کې شامله خبره ده.

ارګ په داسې حال کې حامد کرزي ته پارېدلی دی چې نوموړي نن په خبري کنفرانس کې د تورخم بندر د ۲۴ ساعته پرانیستې په تړاو وویل، افغان حکومت ډیورنډ کرښه په رسمیت پېژندلې او دا د ګندمک د تړون په څېر شرموونکې او ملي خیانت دی.

 نن په دې تړاو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم د حامد کرزي خبره رد کړه او ویلي یې دي چې حکومت نه غواړي له چا سره په ډیورنډ کرښه معامله وکړي بلکې په وینا یې پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ نه دی کم کړی بلکې کابل په تمه دی چې دا هېواد رښتینې همکاري ورسره وکړي.

 صدیق صدیقي نن ماسپښین خبري کنفرانس کې د کرزي هغه خبره هم رد کړه چې ویلي یې دي روسیې، چین، ایران ته د طالبانو د مدبرانه سیاست ښکارندويي کوي.

ښاغلي صدیقي ویلي، دا د طالبانو د وخت د بربادۍ په معنا کار دی او دوی د سولې اصلي ادرس ورک کړی دی.

2 thoughts on “ولسمشر غني د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو د حامد کرزي تورونو غوسه کړی دی”
  1. اشرف غنی صاحب که چیری تا په ‌‌‌‌‌‌ډیورند لاین معامله نه وی کړی نو بیا ولی دی اغزن تار او د ‌‌‌‌‌‌ډیورند لاین باندی د پاکستانی تاسیساتو ابادولو مخالفت ونه کړه
    ولی دی لوړ رتبه مامورین دی شرمیدلی غوندی ته لیږلی وه

  2. حتی هغه کسان چی معنویت او دُعا او دی خبرو ته عقیده هم ونلری نو د دعا په بڼه نه بلکه د یوی هیلی په بڼه دی ووائی چی
    خدایه یا طبیعته یا سرنوشته یا انرژی یا مادی یا هر پټ یا ښکاره قدرت چی ئی
    ما او زما کورنی او زما دوستان د بدنی تندی او د قدرت او د جاه او جلال د تندی څخه په امان ولری
    د قدرت تنده (خصوصاً چی د قدرت د شربتو مزه مخکی هم څکل سوی وی او د بیا څکلو لږه هیله ئی هم مو جوده وی) ډیره خطر ناکه او ویرانوونکی تنده ده دا تنده دومره خطرناکه ده چی د مسلمان څخه کافر او د کافر څخه مسلمان جوړولای سی
    د حامد کرزی د شخصیت شننه او استخراج هم آسانه خبره ده او هم سخته
    حامد کرزی سخت موسمی شخصیت لری
    زه ئی دښمن نه یم خو ځینی وختونه ډیری ځوروونکی او غولوونکی څرګندونی تر خوله را باسی
    ضرور کار راپیښ سو که نه کیسی ته می ادامه ورکول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *