تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۱مه: ولسمشر غني د ښاري نړیوال فورم په څنډه کې په ابوظبۍ ښار کې د متحده عربي اماراتو د باندنيو چارو او نړيوالو همکاريو له وزير شيخ عبدالله بن زايد ال نهيان سره کتلي.

ارګ وايي، په دې ليدنه كې دواړو خواوو د ستراتیژيکو اړيکو او همداراز د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي مناسباتو پر پراختيا او سيمه ييزو مسايلو بحث وكړ.

بلخوا تېر مازديګر د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې او د يو اېن هبيتات موسسې اجرايوي رئيسې ميمونې محمد شريف هم په متحده عربي اماراتو كې له افغان ولسمشر سره ليدلي دي.

هغې ژمنه كړې، چې په افغانستان کې به د دې ادارې فعاليتونه د ښاري پراختيا د لومړيتوبونو پر بنسټ تنظيم شي او دوى به په ياده برخه کې پر يوې طرحې کار وکړي او هغه به له افغان حکومت سره شريکه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *