تاند- په ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار احمد ضیا مسعود د اشرف غني په امر برطرفه شو.
ارګ وايي چې ضیا مسعود په دې خاطر برطرفه کړای شوی چې په خپلو کارونو کې ناکام و.
د ولسمشر یوه ویندوی شاه حسین مرتضوي ویلي چې مسعود د بې کفایتۍ له کبله ګوښه کړای شوی دی.
احمد ضیا مسعود چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له ولسمشر سره ملګری شو له تیرو دوو کلونو راهیسې یې بیا بیا د ملي وحدت د حکومت پر کړنو اعتراض کاوه. نژدې دوې اونۍ مخکې ضیا مسعود وویل چې د ولسمشر استازیتوب دا مانا نه لري چې له ملي ګټو او خلکو به تیریږم.
ضیا مسعود د شمال د ایتلاف او نظار شورا د مشر احمد شاه مسعود ورور دی او د ملي جبهې په نوم یې د یوې ډلې مشري په غاړه اخیستې ده.
ضیا مسعود د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته په روسیه کې د هغه وخت د انتقالي دولت د مشر حامد کرزي په امر سفیر وټاکل شو. بیا په ارمنیا، جورجیا او بلاروس کې سفیر شو. د ۲۰۰۵ کال په انتخاباتو کې حامد کرزي دی خپل لومړی مرستیال وټاکه. ضیا مسعود د جممعیت اسلامي د متوفی مشر برهان الدین رباني زوم دی.
ده د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کې د اشرف غني ملاتړ وکړ. تر اوسه ده په خپله څه نه دې ویلي چې ولسمشر ولې دی برطرفه کړی دی. ضیا مسعود نن په کابل کې د برطرفۍ تر اعلان مخکې د بدخشان د جرم ولسوالي له استازیو سره کتلي و. تر دې لیدنې کتنې مخکې یې د هرات، غزني او سرپل د مدني ټولنې له غړیو او یو شمیر محصلینو سره غونډه لرله.
دا ټول هسې قام چوت خلک دي، چې د ځان غوښې پرې وخورئ دا خلک به نه خپل کړئ او نه به یې د افغانستان په ګټه وکاروئ. باید بېرته ډیپورټ شي.
هیله ده چې جلالتمآب ولسمشر نور دغه بست خالي پرېږدی او د هغه ټول امتیازات د کابل ښار اوسېدونکو لپاره د یوه مجهز روغتون جوړولو ته تخصیص کړي.
پوه نه یم چی کومه خبره به وي
خو په دي وروستيو كي چی ستاسو لیکنی پر ویبسایت لولم،بعضي غلطياني پکي گورم.
یعنی املا کي كي مو غلطي ده.
دا لوی او باوري ويب سايت دی.
که توجه وشي شه ده.
مننه