تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د میلاد النبي په مناسبت د دیني عالمانو په غونډه کې د انتحاري حملې په نتیجه کې د څه باندې ۵۰ تنو د شهادت له کبله عمومي ویر اعلان کړ.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم د افغانستان ولسمشر سبا /چهارشنبه/ د ویر ورځ اعلان کړې ده.
په دې مناسبت به په هیواد کې دننه او په ټولو بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان په دیپلوماتیکو مرکزونو کې د هیواد ملي بیرغ نیم ځوړند وي.
د کابل په برید کې، چې په اورانوس هوټل کې وشو، تر ۵۰ تنو زیات شهیدان شوي او شاوخوا ۷۰ نور ژوبل شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي«د میلاد النبي او د اسلام د ستر پیغمبر د افکارو په اړه پر غونډه تروریستي حمله له اسلامي ارزښتونو او د نبي اکرم (ص) له سنت او طریقې سره دښمني ښيي.»

د دې پېښې په اړه ارګ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر له قوله همداراز ویلي «د اسلام دښمنانو نن ماښام د کابل ښار په اورانوس هوټل کې د میلاد النبي پر مراسمو، چې دیني عالمانو پکې برخه اخیستې وه، تروریستي حمله کړې او په دې نه بخښل کېدونکي جنایت کې یې دیني عالمان او یو شمېر نور هیوادوال شهیدان او ټپیان کړي دي.»
ولسمشر غني د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي ښکاره کړې او چارواکو ته یې امر کړی چې د پېښې له ټپیانو سره عاجله مرسته وکړي او د هغو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.
تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو دا ډول بریدونه عموماً داعش سختدریځه ډله کوي.
“ولسمشر غني د کابل د حملې په خاطر ملي ویر اعلان کړ. د ارګ له خبرپاڼې سره سم د افغانستان ولسمشر سبا /چهارشنبه/ د ویر ورځ اعلان کړې ده.”
President Ghani choice of ” Day Of Fear ” for tomorrow is a very bad name-choice and that is exactly the purpose of terrorist to create fear among the masses. Once upon a time in 1933 US President Franklin D Roosevelt loudly stated the following to boost his people moral:
” The only thing we have to Fear is Fear itself.”
ویر یعني ماتم نه ویره
Thanks, got it. I should have thought before throwing the stone!!!