تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د کابل د تېرې اوونۍ د چهارشنبې د ورځې په وحشیانه برید کې تر ۱۵۰ زیات خلک شهیدان شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.
ښاغلي غني نن /سې شنبه/ د کابل په کنفرانس کې سیمې او نړۍ ته د تروریزم د ګواښ په اړه د څرګندونو په مهال وویل چې افغانستان له دې ناوړه پدیدې سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی.
«موږ اوس ټول په یوه کليکي اوسو، داسي کلی چې د یو شمېر هغو شبکو لخوا تر برید لاندې دی چېهیڅ حد او سرحد نه پېژني. ترهګر زموږ وینه تویولای شي، خو زموږ هوډ نشي ماتولای. زموږ سیمېته د سولې راوستل ډېر مهم دي. په أفغانستان کې سوله به زموږ ګاونډیانو،آسیا او نړۍ ته ثبات راوړي. »
د افغانستان ولسمشر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ته، چې په کنفرانس کې یې د خپل هیواد د استازي په توګه ګډون کړی، وویل چې خپلې غوښتنې له افغانستان سره شریکې کړي چې د هغو د اجرا لپاره مشخصه کړنلاره جوړه شي. ده دا هم وویل چې د طالبانو تروریزم افغانستان او پاکستان دواړو ته تروریزم راوړي.
ولسمشر په عین حال کې سولې ته خوشبیني او تیاري ښکاره کړه، ویې ویل «موږ چمتو یوو چي سولې ته د لارې هوارولو په موخه مذاکره وکړو خو هیڅ څوک دې کله هم دا نه انګېري چېموږ به تر ویرې او فشار مذاکره وکړو.»
ده له تروریزم سره په مبارزه کې له افغانستان سره د نړیوالو د ملاتړ غوښتنه وکړه «اوس تر هر بل وخت موږ نړیوالي ټولنې ته اړتیا لرو څو د جرمونو د مخنیوي لپاره امکانات شریک او زموږ ملاتړ وکړي او د قانون د حاکمیت غوښتنه وکړي.»
ده وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د تروریستانو ټانکر پرې نښود چې هدف ته ځان ورسوي او ۱۳ امنیتي سرتېري، چې د ټانکر مخه یې نیولې وه، شهیدان شول.
غني وویل چې د کابل په پېښه کې هیڅ بهرنی دیپلومات وژل شوی نه دی خو تر ۱۵۰ زیات ملکي افغانان شهیدان شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.
پرون روښان مخابراتي شرکت وویل چې د دوی تر ۳۰ زیات کارکوونکي په دغه برید کې شهیدان شوي دي.
ولسمشر غني وویل اټکل کېږي چې په په وروستیو ۲ کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو جګړه مارو شمېر له ۲۰۰ څخه ۱۱ زرو ته زیات شوی دی.
سره له دې چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې دا برید د حقاني شبکې د آی ایس آی په مرسته کړی خو غني یو وار بیا ګاونډیانو ته د دوستۍ لاس اوږد کړ، ویې ویل«زموږ تګلاره دا ده چي په دې سیمه کي له خپلو ټولو ګاونډیانو سره پیاوړې سیاسي او اقتصادي اړیکې جوړې کړو. موږ یو وار بیا د پاکستان پر حکومت غږ کوو چي د مذاکرې لپاره خپله اجنډا او میکانیزم را وړاندېکړيچې په مرسته یې سولېاو ښېرازۍ ته ورسېږو. »
ولسمشر «د طالبانو مسله» د کابل کنفرانس د بحث د اجنډا اصلي موضوع وبلله، ویې ویل، د وروستي ځل لپاره له طالبانو غواړي چې سوله وکړي:
«موږ د سولې لپاره یوه موقع ورکوو خو دا هم باید روښانه وي چي دا يوه تر ابده پرانیستې موقع نه ده.»
ولسمشر په کورنیو چارو وزارت کې اصلاحات ننګونه وبلله، او ویې ویل چې «پوهېږو چې دا چلینج به ساده نه وي بلکګې له مقاومتونو سره به مخامخ شو، خو موږ یې د تطبیق کلکه اراده کړې ده.»
ده دا هم وویل چې «موږ خپلې ستونزې منو او وایو چې زموږ داخلي مشکلاتو د جګړې په دوام کې رول لرلی دی.»
په کنفرانس کې اجرايي رييس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نه لیدل کېږي. خو ولسمشر غني عبدالله عبدالله په دې وستایه چې له امنیتي ګواښونو سره سره یې د سالم ایزدیار په جنازه کې ګډون وکړ.
په همدې حال کې نن د ۲۵ هیوادونو او موسسو د استازو په ګډون د کابل له کنفرانس سره په یو وخت د هند په سفارت کې دننه راکټ ولګېد خو چا ته یې مرګ ژوبله پېښه نه کړه.
ویل شوي چې راکټ پر خالي ځای لګېدلی دی.
بیا هم زړی ببولالی، ددی راپور له مخی داسی څه وانه وریدل چی سړی دی ورته هیله مند شی، خو بس کمی د افغانانو راغلی، پدی هر څوک پوهیږی چی په افغانستان کی روانو حالاتو ته چا زمینه برابره کړی، د دست پاک په ډول د کوم هیواد څخه کار اخستل کیږی، او زمونږ دولت څه کوی.