تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۷ مه: ولسمشر غني د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کاسا زر پروژې بنسټ کېښود.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا دغه پروژه کې به د قرغزستان او تاجیکستان څخه د افغانستان د خاورې له لارې پاکستان ته ۵۰۰ کیلو واټه بریښنا لاین تېر شي چې د دې لویې پروژې په بشپړیدو سره ، به افغانستان د اقتصادي تعاملاتو پراختیا او له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د بریښنا د لیږد لومړني دهلیز شاهد وي.
کاسازر پروژه د ۱۳۹۵ کال په ثور کې د افغانستان، قرغیزستان، تاجیکستان او پاکستان مشرانو د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې افتتاح کړه.
تمه کیږي چې افغانستان به د پروژې له پلي کیدو وروسته هرکال افغانستان ته د ۳۰۰ میګاواټه بریښنا سره سرت شاوخوا ۴۵ ملیونه ډالر عایدات ورکړي، ځکه د دې پروژې ۶۰۰ کیلو متره لاین د افغانستان له شپږو ولایتونو او ۲۳ ولسوالیو تېرېږي
د کاسا زر بریښنا پروژې د لاین د لیږدونې تړون د افغانستان بریښنا شرکت او هندي شرکتونو KPTL او KEC ترمنځ لاسلیک شوی دی.
اقتصاد پوهان په دې باور دي چې د پروژې پلي کول د ښکېلو هیوادونو په ګټه دي ځکه چې دوی باور لري چې پاکستان او افغانستان د انرژي له کمښت سره مخ دي خو قرغزستان او تاجیکستان برعکس د دې صادرولو لپاره کافي انرژي لري.