تاند- عبدالله عبدالله ته یوې نژدې ورځپاڼې ویلي چې ولسمشر غني بالاخره د کورنیو چارو د وزیر په توګه د فضل احمد معنوي له نومونې سره موافقه کړې ده.

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي چې اجرايی ريیس ښاغلي عبدالله د کورنیو چارو د وزیر په توګه د امرالله صالح او فضل احمد معنوي نومونه وړاندې کړي ول خو ولسمشر غني د دواړو په منځ کې له معنوي سره موافقه وکړه.

د ښاغلیو غني او عبدالله د موافقې پر اساس د کورنیو چارو وزارت ته کاندید د عبدالله عبدالله له لوري معرفي کېږي.

ولسمشر غني تاکید کاوه چې د امنیتي چارو وزیران دې بې پرې مسلکي کسان وي.

ورځپاڼې ویلي چې د اجرايي ريیس عبدالله عبدالله غوښتنه دا وه چې د کورنیو چارو وزارت ته دې امرالله صالح ونومول شي.

صالح د حامد کرزي د حکومت په دوره کې ډېر کلونه د ملي امنیت ريیس و او ویل کېږي چې له دې چوکۍ څخه د ده لېري کېدا د پاکستان یوه جدي غوښتنه وه.

په اوسنیو حالاتو کې، چې له پاکستان سره د افغانستان اړیکې تر بل هر وخت ښې شوي او دا هیله پیدا شوې چې پاکستان به د ترهګرو پر ضد په مبارزه کې مرسته وکړي، ممکن غوره بلل شوې وي چې امرالله صالح د کورنیو چارو وزیر ونه نومول شي.

د کورنیو چارو د وزارت پر سر اختلاف د کابینې د اعلان لوی خنډ بلل کېده. اوس ګومان کېږي چې سبا /چهارشنبه/ به اعلان او د وزیرانو نومونه او ژوندلیکونه ولسي جرګې ته معرفي شي.

13 thoughts on “ولسمشر غني د کورنیو چارو د وزیر په توګه د معنوي له نومونې سره موافقه کړې”
  1. کیدای شي چې امرالله صالح ته یې هغه شینګړتوب باعث ګرځېدلی وي چې په غني ضد مظاهره کې د موټر په کېناست او شعارونه یې ورکول او ځان یې د کوڅه ډبو هلکانو په څېر وښود.

  2. Ka Da Reshtia wee no, bia da Ghani na tama makwaiy che watan ba dar jor kary…… de mola kho da Afghanano korana waran kara ows bia wazair kegi…..???????????????????????

  3. كه جيري داخبره واقيعت ولري او يو غيري مسلكي او غيري نظامي شخص دنظاميانو به راس كي راخي دا دلور بورو او مسلكي نظاميانو ته جه هره كري دوطن قرباني دباره خبل سر او ويني به لاس كي نيولي دا يواخي نه داولسمشر بلكه د دوارو مشرانو به شمول دعبدالله لويه سبكاوي دي. نظاميانو او دهغو سر شانو ،او محراب او ممبر ته جه لورءي به سر تبلي دي. او بيابه راخي يو غله او دسيسه كار او رشوتخور امر ته تيارسي كوي دايو تعجيز دي مهرا ب او ممبرته داشرف غني دريس جمهورت او داجرايوي ريس دعبدالله له خوا.دا ملندي دي دملي أشخاصو له خوا به با وجدانو وطن برستوخوانانو زمريالينو منصوبينو بأندي.ايا به منصبدارانو كي هيخ داسي شخصيت نه شته اوكه شته دوي ورته شخصيت قانع نه دي.لطفا،
    ءخبل شخصيت به خبله منخ ته را وباسي او حمايه ءي كري اوبه عمل كي ثابته كري جه مونز دوطن أصيل بجيان يو .
    ددي خخه معلو ميزي جه نوره كأبينهء هم مسلكي نه ده بلكه د منقطي او قومي به أساس جوره شوي كأبينهء ده..
    اوس دملت خوشه جه ددؤو جوبا نو دلاس لاندي رمي دي او كه دافغاني غرور نو ميالي او بيدار دميدان زمريان دي.
    خوانان ,او روشنفكران او مدني تولني او شورا كاني كولي شي جه دملت حقوق وغواري .

  4. د معنوي نه بل غټ غل چيرته دی. په تیرو ټاکنو کې کله چې دا دټاکنو د کمیسون مشر و ټولو ته معلومه ده چې.د څه ونه کړل. ټولو هغو کاندیدانو چې رایې وړې وې ناکام اعلان شو او چاچې پیسې ورکړې کامیاب.. د عبدالله په ډله کې داسې ښکاري چې همدا لږ پاک وي.

  5. د افغانانو وخت همیشه د اشخاصو په هکله په فیصله کولو تیر سو . که سیسټم داسی جوړسی چی معنوی که بد هم وی بیا هم مجبوره وی چی کار وکړی نو په هغه صورت کښی داد اندیښنی خبره نه ده .په ظاهره که ورته و کتل سی و لسمشر له یو خوا د پړانګ او د بلی خوا د پاڼ سره مخ دی زه مطمن یم چی دا حالت ولسمشر له وختی سنجولی او د حل لاره به یی لری . هو دداسی یو حالت په مقابل کښی و خپلو اهدافو او وعدو ته رسیدلی وخت غواړی لطفا له زغمه کار واخلی

  6. سلام ټولو لوستونکو ته له محترم غنی صاحب په دیر درنښت غوښتنه کوو چی په لحاظ د خدای ولی دی بیا مصلحتی حکومت ته مخه کړه دا یو خاین، فاحش انسان دی چی پرته له غلا او نشی څخه بل مسلک نلری له ابو حنیفه فارغ سړی له وزارت داخلی سره څه اړیکی لری بل دا چی زموږ زړه په خپلو خوارو او بیوزلو پولیسو سوځی چی خپل شیرین ځانونه له لاسه ورکوی ټول معیوبه شول اوس به ددی فاسد له لاسه دغو غریبو پولیسو ته خپل حقوق ښه ورکړای سی. ولسمشر صاحب که دا کار وکړی نو خپلی دوکتورا ګانی تسلیم او د افغانستان د خاینانو په لست کښی به ستا نوم هم ولیکو او په الله می دی قسم وی چی زموږ رایه خو ستا څه چی ستا د سمنت د کاندید لپاره هم ونه کاریږی. اوس نو د خاینو د ملت نماینده ګانو ته وایم تاسو خو تجاران یاست ستاسی بازار بیا توود شوو خو اوس سوال دلته دی چی که له خدایه یوه زره بیریږی نو مثبته رایه ورنکړی او که نه انشاالله ددغی ملت د وګړیو تر پښو لاندی به ومری او په مرګ به مو هم بیله څو غلو بل څوک ونه ژاړی

  7. سلامونه او نېکې هیلې
    زه د سید ورور د خبرې سره همغږه یم. که چیرته اشرف غني ترې کار وغواړې او کارنه کولو په وخت کې ټینګ ځواب وغواړي نو دا خلک به خپله لارې ته راشي. چې ځواب نلري او کار نشي کولای نو خپله به مجبور شي دا زیړې سترګې به پناه کړي
    زمونږ خلک هیڅ حوصله نلري او نه هم د صبر په کوم شی پیژني. دا دیارلس کاله همدا غله ، لوټمار، قاتلان، رهزن په قدرت کې وو او چې ټولو ځانونه لکه کانکریټ کلک کړیدي دوی غواړي په دا څو میاشتو کې دوی ته ترې مالوچې جوړې کړي

  8. د اشرف غني که کرزی مشاور و زه دا وعده در کوم چي د ده دوره به د کرزي تر دورې هم بد تره وي ، ځکه کرزی
    غواړي چي د افغانانو څخه دا خبره واوري چي ولا که ښه وو هغه کرزی لا ښه و ٠ اوس هره ورځ چي تېريږي دا
    روښانه کيږي چي دا تر اوسه هم د کرزي هغه توري مافيايي کړی دي چي مخ او شا ته ئې کوي ، د کرزی چي واګي
    په لاس کي وې څه يې وکړل چي ته يې اوس په مشورو وطن ابادوې ، زه په دې باوري يم چي په دغه هرمضر او
    کړغېړن مصلحت کي د کرزي لاس شته٠

  9. د معنوی نه هو صالخ سل ځله بختر وو ځکه چی هغه یو تجربه لرونکی شحصیت وو هو دا چی نیمه ولسمشر غنی هغه ولی رد کړ هغه دا چی بل نیمه ولسمشر عبدالله ورنه په کلکه غو ښتی دی چی د تیر پښتون ولسمشر جناب حامد کرزی وزیران باید په کبینه کی ځای ونه لری او غنی ورسره پدی موفقه کړیده ّو هیر بیا به د خدای په فضل پښتانه رایه درنکړی کوه چی څه د حوښه وی

  10. همدا بی معنا که یی وزیرکړ نور له افغانستان څخه لاس واخلی دچا ۵ کالو نوری مبارزی ته وس رسیږی مونږ خوبه همدا جهاد کوه یابه مبارزه ترڅوه دا بی ناموسه مشران سم کړوه

  11. ددی بد زیری په لوستلو می په سترګو توره شپه راغله. که چیری دمعنوی په شان یو څوک چه دهر ‌‌‌‌‌‌ډول غیر قانونی کارونو قهرمان او دټګی برګی یی اسناد هرچا ته معلوم دی او هم په مسلکی لخاط دکورنیو چارو وزارت ته برابر نه دی ، داسی یو پوست ته معرفی شی نو نور دی خلک په دی امید ناست نه وی چه په هیواد کی دسولی په لور ګامونه پورته کیږی؟
    که چیری مونږ وروستیو خوزښتونو ته چه دجمیعت ‌‌‌‌‌‌ډله یی سرته رسوی ځیر شو نو دا دهیواد دویشلو لپاره او په هیواد کی دفیدرالی نظام دقایمولو نښی دی.
    دلوی غل او ‌‌‌‌‌‌ډاکو دسقاو زوی څخه دتجلیل محافل چه دڅوکسو جاهلو اوبی تعلیمه کسانو له خوا په دی ورستیو کی بهر کی دایر شوی وه. په مزار شریف کی دڅو پاټکیانو او کوتکیانو غون‌‌‌‌‌‌ډه چه عطامحمد یی دیوه لوی دانشمند په نوم معرفی کاوه
    اوخلکو ته یی دتهدید په بڼه نوی او نوی پیعامونه لیږل. دخندا وړ دمحقق خبری چه دنړیوالو څخه ‌‌‌‌‌‌ډول او ‌‌‌‌‌‌ډول وسلی وغوښتی او هیڅوک نه چه ورته یی ویلی وه: وسلی خو پخوا شتون درلود خو تاسی په شان کسانو دکباړ په نوم خرڅی کړی او دابه کوم کس وی چه ستا په شان کسانو ته وسلی ورکړی چه بیا به دخرڅلاو مارکیت ته وړی او یابه یی دنورو قومونو دوژلو لپاره کاروی. دافغانستان اولس. سترګی په لار دی چه دهیواد جمهور ریس یوی ولسوالی او یا څو بدمعاشانو ته تسلیم نه شی او دهغه اولس رایو ته درناوی وکړی چه په نره یی تاته رایی درکړی کنه نو هیواد به په لوی لاس دناورین او بحران په لور رهی شی. افغانستان یوازی پنجشیر نه دی چه ټول لوړ مقامونه دی یوازی دهمدی علاقه داری وی.

  12. د ځیني کسانو په تبصرو حیرانیږم. ښکاره خحبره ده چي نیم وزیران د عبدالله د لوري نه انتخابیږي او نیم د غني د خوا نه. د داخلې وزیر عبدالله ته رسیدلی او هر څوک چي هغه ټاکي هغه به وزیر کیږي. یا صالح یا معنوي .. که چا ته معنوي ښه نه ښکاری پکار ده چي په عبدالله عبدالله انتقاد وکړي ځکه هغه پیشنهاد کړی دی نه غني.
    ما په هیڅ دري سایټ کې له معنوي سره اختلاف ونه لیدلو او نه مې عبدالله ته د چا د طرفه دغسي بد رد ولیدل چي پښتانه یې اشرف غني ته لیکي.
    دا کار یا د ناپوهۍ په وجه کیږي ااو یا د افغانستان دښمنان غواړي چې په دې طریقه خپلې کنخلې وکړي. طالبان او نور دښمنان همدې ورځې ته ناست دي او په دې پلمه چې ګویا فلانکی وزیر ښه نه دی یا فلانکی کار سم نه دی شوی د یو لبه ټولو ته سپکې وايي

  13. د ښاغلی اشرف غنی له خوا ځکه کابینه وځنډیله چی هغه غوښتل یوه مسلکی او په کار پوه کابینه جوړه کړی خو د اجراییه رییس له خوا یی ممانعت کیږی. دلته ښاغلی ولسمشر ملامت نه دی . بل دا چی د پنجشیر علاقداری نه غواړی چی د دوی له اجازی پرته ښاغلی اشرف غنی خپله کابینه جوړه کړی.
    دا واقعیت دی چی ملا معنوی هیڅ تحصیل نه دی کړی او د خپل هغه رسمی ماموریت په دوران کی چی د انتخاباتو د کمیسیون په وخت کی د « خواب است و خیال است و محال است و جنون » تر شعار لاندی هغه کارونه وکړل چی له هغه پورته خیانت او شرارت منتهی نشته . هغه ته رسمی دنده داسی ښکاری لکه د استاد ربانی سیار « دولت اسلامی » . که بیا هم د ښاغلی داکتر عبدالله له خوا د هغه په مقرری په دی مهم او حساس وزارت باندی کیږی نو باید چی د کورنیو چارو وزارت مسلکی او امنیتی معینان د ښاغلی اشرف غنی له خوا وټاکل شی او هغوی باید چی پوره واک ولری تر څو د ټول هیواد او د خلکو عالی منافع وساتل شی.
    البته معنوی صرف یو چړی او نیمچه ملا دی هغه ته د مولوی لقب لیکل ګناه ده . هیله ده چی نور هیواد وال دی ته پام وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *