تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۱مه: ولسمشر اشرف غني له خیبر پښتونخوا او بلوچستان څخه د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه کابل ته راغليو مشرانوافتاب احمدخان شېرپاو، فرحت الله بابر، افراسیاب خټک، بشیراحمدبلور، محمودخان اڅکزي، محسن داوړ او بشرا ګوهر سره، په ارګ کې وکتل.

میلمنو د لوړې مراسمو کې د ولسمشر د وینا ترڅنګ د راکټي بریدونو پرمهال د ښاغلي غني د استقامت او شجاعت ستاینه وکړه او د سولې هلو ځلو ته په اشارې یې وویل، سوله زموږ ټولو ګډه هیله ده او ستاسو په مشرۍ په دې برخه کې کېدونکې هڅې د قدر وړ دي او په افغانستان کې به د تلپاتې سولې او ثبات د تامین او پرمختګ لامل شي.

هغوی زیاته کړه، د افغانستان امن د ټولې سیمې او په ځانګړي ډول د خیبرپښتونخوا او بلوچستان لپاره چې جنګ او تروریزم سخت ځپلي، ځانګړی ارزښت لري.

د میلمنو په وینا افغانانو په تېرو څلوېښتو کالو کې ډېرې سختۍ ګاللي، قربانۍ یې ورکړي او د دوی دغه سرښندنې به افغان وطن ته امن او خوښي راوړي.

په میلمستیا کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د زړه له تله ستاسو د حضور مننه کوو.

ښاغلي صالح وویل، د افغانانو یووالی، کلتور، فرهنګ او اړیکې به وساتل شي او هیچاته به د دې اجازه ورنه کړو چې په یو او بل نوم زموږ ترمنځ اختلافات رامنځته کړي: ((د جنګ او تروریزم له امله د ډيورنډ هغه غاړه د ولس په ځورېدلو او د مشرانو په وژل کېدو خواشیني شوي يوو.))

ولسمشر غني هم له خیبرپښتونخوا او بلوچستان څخه راغلیو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، زموږ او ستاسو برخلیک یو دی: (( باثباته، د مقتدر دولت او پیاوړي اقتصاد لرونکی افغانستان د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په امنیت مثبت اغېز لري.))

ولسمشر وویل، موږ باید په ګډه د تاوتریخوالي د پایته رسولو لپاره هلې ځلې وکړو، ځکه باثباته او په پښو ولاړ افغانستان د ټولو په ګټه دی: ((پاکستان دې افغانستان ته د سیال په سترګه وګوري. د افغانستان د ولس اراده دې ومنل شي او مشرتابه ته دې د دوستۍ، امن او ترقۍ لاس ورکړي.))

ولسمشر د افغان ولس ظرفیت ته په اشارې وویل، زموږ ولس زموږ لویه پانګه ده او دا ولس په تېر کې بند نه دی پاتې، دوی په راتلونکي فکر او تمرکز کوي: ((د افغانانو غېږ پراخه ده، دوه کاله وړاندې مو چې اوربند وکړ او طالبان کلیو او ښارونو ته راغلل، نو هیچا ورسره ناسم چلند ونه کړ.))

ولسمشر په ټینګار سره وویل، د ښځو او ځوانانو حقونه اساسي قانون او جمهوریت پورې تړلي د هغو د تامین او د جمهوریت د پیاوړتیا اراده مو قوي ده. د څلوېښت کالو جنګ او تاوتریخوالی باید په اساسي توګه حل کړو.

محمداشرف غني وویل، باعزته او تلپاتې سوله زموږ د هیوادوالو اساسي غوښتنه ده، خو موږ باید اطمینان ولرو چې سوله د بل جنګ پیلامه نه ده. موږ د سولې نیت، اراده، طرحه او ظرفیت لرو.

One thought on “ولسمشر غني د کوز کور له راغلیو پښتنو ملتپالو مشرانو سره ځانګړې لیدنه کړې”
  1. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وزیر مایک پمپیو د پښتون ژغورنې غورځنګ په تړاو د پاکستان له لوري ‌د شویو ظلمونو پرده اوچته کړه .‌

    د بشر د حقوقو د صورتحال په تړاو د سټیټ ډیپارټمنټ یا بهرنیو چارو وزارت په خپل تازه راپور کې ویلي‌ چې پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) خلاف ګامونو ته دوا ورکړی وو او په تېر ۲۰۱۹ کال کې په پاکستان کې د خلکو د ناقانونه ورکېدو ؛ وژل کېدو او نیونو لړۍ دوام درلود .

    دا خبري د امریکا د متحده ایالاتو له لوري په هغه راپور کې ذکر شوې دي چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن چار شنبه خپور کړ.

    رپورټ کاږي د پاکستان په اړه وايي په ٢٠١٩ کې هیواد په غیرقانوني توګه او په بې دریغه ډول د خلکو د نیونو، د امنیتي ادارو له لوري د خلکو په غیرقانوني توگه د وژل کېدو، په زور د خلکو بې درکه کېدلو، په خلکو د تشدد او د ولس په شخصي ازادۍ او د بیان او مطبوعاتو په ازادۍ د ګواښلو غوندې مسلو سره مخامخ و.

    د امریکا متحده ایالاتو راپور وايي چې په پآکستان کې د ویب پاڼو بندول ، پر ژورنالیستانو بندیزونه لګول ، له خلکو د انټر نیټ آزادي ‌اخیستل ، پر مذهبي آزادیو محدودیتونه لګول ، د لویو غونډو او سیاسي‌ حرکتونو محنیوی کول او په حکومت کې پراخ اداري‌ فساد لويي ننګونې دي‌.

    راپور وايي چې که څه هم ۲۰۱۹ کال کې ترهه ګري‌په پاکستان کې لږ وه ،خو د کورنیو او بهرنیو تنظیمونو له لوری د بې قانوني ‌کلتور ته وده ورکړل شوې ده .

    د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا تازه خپور شوی راپور وايي ‌چې پاکستاني‌ حکومتي ‌چارواکو بې درېغه ناقانونه وژنې کړې دي‌ او ګڼ مامورین په ناقانونه وژنو کې ککړ وو.

    په دغه راپور کې چې مایک پمپیو وړاندی کړ د جنوبي‌پښتونخوا په بوري‌یا لورلايي سیمه کې د شهید ارمان لوڼي د شهادت یادونه شوې ده.

    سټیټ ډپارټمنټ په خپل راپور کې کاږي‌ چې په لورالايي کې د پي ټي اېم مشر عبدالقیوم اتمانخیل د ارمان لوني د وژل کېدو په سر د پولیس خلاف عریضه وکړه خو دوې میاشتې وروسته پي ټی اېم وویل عبدالقیوم باندې تشدد شوی و او د سړک پر غاړه په زخمي حالت کې موندل شوی و. پي ټي اېم د عبدالقیوم د پېښې خلاف احتجاج هم وکړ.

    سټیټ ډپارټمنټ وايي چې د استخباراتي ادارو، پولیسو او امنیتي ادارو ځینو چارواکو ځینې قیدیان په داسې حالاتو کې بندي ساتلي وو چې هغوی د چا سره اړیکه نشوه نیولای او درک یې هم چا ته نه و معلوم.

    دغو کسانو ته میسنګ پرنس وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یې دعوه را اخیستې ده .

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بری حقوقو د کمیسیونونو له قوله وايي چې چې امنیتي ادارو د پښتنو، سندیانو او بلوڅوخلکو د حقونو دپاره کارکونکي بې درکه کړي او یا یې نیولي دي.

    د سټیټ ډیپارټمنټ راپور د ۲۰۱۹ کال د مۍ میاشتي‌د خړ قمر پېښي ته په اشارې سره وايي ‌چې د پوځ ویاند قمر جاوید باجوه ویلي‌وو چې نور د پي ټي ایم وخت ختم دی او هغه وو چې په خړ قمر کې ۱۳ ولسي‌وګړي ووژل شول .

    د مایک پمپیو له لوري خپور شوی دا راپر زیاتوي چې که څه هم هغه وخت پاکستان وویل چې احتجاج کونکو پر امنیتي پوستو برید کړی وو خو وروسته دا موضوع سرچپه را ښکاره شوه او عیني ‌شاهدانو وویل چې برید احتجاجیانو نه بلکه د پاکستان د پوځ له لوري ‌شوی وو.

    داسي ښکاري چې اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ موضوع نړۍ واله شوه او نور نو پاکستاني پوځ او استخبارات په اساني سره د محکومو پښتنو روان ته لاس نه شي اچولای .

    په دغه راپور کې د نورو هیوادونو په تړاو هم یادونه شوې خو موږ یې یوازي د پښتنو دوسیه را اخیستې ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *