تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف ته ټېلفون وکړ او د کوټې د وروستي تروریستي برید په خاطر یې غمرازي څرګنده کړه.
ولسمشر غني د کوټې تروریستي برید په کلکه وغانده، ویې ویل چې ترهګري د دواړو هیوادونو لپاره ګډ ګواښ دی او د دوو هیوادونو په ګډو هلوځلو له منځه وړل کېدای شي.
د کوټې په تروریستي برید کې، چې د جماعت الاحرار تروریستي ډلې یې مسوولیت په غاړه واخیست، ۷۲ تنه ووژل شول او ۱۱۲ نور ژوبل شول.
د چارو کتونکي د پاکستان استخباراتي ادارې ملامتوي چې د خپلو ناسالمو سیاسي ګټو په خاطر یې د جماعت الاحرار په شان سختدریځه تروریستي دلې پاللي او روزلي او اوس په هیچا ترحم نه کوي.
د کوټې د برید په ۷۲ وژل شویو کسانو کې۴۰ مدافع وکیلان ول.
د دې برید ۹۹ فصیده قربانیان هغه پښتانه ځوانان ول چې له افغانستان سره خواخوږي لري.