تاند- ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون کې د هغو ټپیانو پوښتنې ته ورغی چې د ګردېز د یوه جومات په وروستۍ تروریستي حمله کې ژوبل شوي دي.

ارګ وايي، د سردار محمد داوود خان روغتون ډاکترانو د ټپیانو د روغتیايي وضعیت او درملنې په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.

ولسمشر په خپله هم له ټپیانو سره خبرې وکړې او ویې ویل چې حکومت به د دوی ویجاړ شوی جومات بېرته جوړ کړي.

ده ډاکترانو ته هدایت وکړ چې تر وسه وسه د ټپیانو په درملنه کې هڅه وکړي.

د وروستیو معلوماتو پر اساس د ګردېز د خواجه حسن د سیمې د جمعې د ورځې /اګست ۳/ په دوو انتحاري بریدونو کې، چې پر یوه جومات کې وشوې، لږترلږه ۳۴ تنه شهیدان شوي او تر ۷۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *