تاند- د افغانستان ولسمشر د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د محوه کېدو لپاره اقدامات کافي ونه بلل، ویې ویل چې دا ناروغي باید یومخ له منځه یووړل شي.

ولسمشر غني دا خبره نن (پنجشنبه) ن سهار د ارګ په توحید مرکز کې د کندهار، هلمند، ننګرهار، کونړ، پکتیکا او فراه ولایتونو له والیانو او د عامې روغتیا او حج او اوقاف له ريیسانو سره په ویدیو کنفرانس کې وکړه.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر محمد اشرف غني د دې خبرې د کولو تر څنګ چې ګوزڼ خطرناکه ناروغي ده او اوس هم په هېواد کې د ماشومانو ژوند ګواښي، وویل، که څه هم د ماشومانو د ګوزڼ د ختمېدو په برخه کې پرمختګ شوی خو کافي نه دی.

ښاغلي غني د محلي ادارو مسوولینو ته لارښونه وکړه چې راستنېدونکي ماشومان واکسین کړي. همداراز یې د کندهار ښاروال او ټولو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د خرقې شریفې د امام، د جوماتونو د امامانو او د ټولو عمومي مرکزونو د مسوولینو په همکاری دې د ګوزڼ واکسین د تطبیق په برخه کې هڅې وکړي.

ده د بېلګې په توګه د کندهار د لویې ویالې او د ننګرهار ځینې ولسوالۍ یادې کړې چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ پېښې پکې له منځه نه دي تللي.

د پولیو د ملي کمپاین د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې سږ کال د ماشومانو د ګوزڼ ۱۲ پېښې تایید شوي چې ۵ یې په کندهار، ۳ په ننګرهار، ۲ په هلمند، یوه په زابل او یوه په کندوز کې لیدل شوې ده.

د پولیو ملي پروګرام هیله لري چې دا ناروغي به په راتلونکو ۳ کلونو کې یومخ محوه شي.

محمد اشرف غني  د ګوزڼ له منځه وړلو  لپاره د ملي کمپاین پراړتیا ټینګار وکړ وې ویل، د پوهنې او کلیو پراختیا وزارتونه په دې برخه کې همکاري کولی شي او د عامې روغتیا او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو په همکاری دې لنډې ویډیوګانې جوړې  او د ګوزڼ له منځه وړلو پروګرام دې په ملي کمپاین بدل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *