تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځیني رسمي تهران ته ورسېد.
دا له کله چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر غوره شوی، تهران ته د ده لومړنی سفر دی.
تهران ته له رسېدو سره سم د ایران ولسمشر حسن روحاني د ښاغلي غني هرکلی وکړ.
د راپورونو له مخې له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د اجرايي رييس دوهم مرستیال محمد محقق، د مالیې، کانونو او د کډوالو د چارو وزیران او یو شمېر نور چارواکي ملګري دي.
تهران ته د ولسمشر غني تر روانېدو مخکې په کابل کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني به د خپل ایرذاني ساري جسن روحاني په بلنه د ایران د رسمي سفر په لړ کې له روحاني سره پر سیمه ییزو او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.
ایراني رسنیو ویلي چې د افغانستان او ایران مشران به د سیمې پر امنیتي مسلو، د افغانستان له پولو د ترهګرو د اوښتو، د مخدرو موادو د قاچاق او تولید او په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
ښاغلی غني په داسي حال کې ایران ته ځي چې په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې فعالیتونه زیات شوي دي. دا هغه ډله ده چې ایران ورسره په خاص ډول حساسیت لري.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني ژر هند ته هم سفر وکړي.
ویل شوي چې ولسمشر غني به د روان اپریل په وروستیو کې د هند په بلنه نوي ډیلي ته لاړ شي.
ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني تېره میاشت ایران ته سفر وکړي خو په پنجشېر کې د واورې د ښویېدو په اثر د نژدې ۱۸۰ تنو د مړینې له کبله یې سفر وځنډاوه.
که محترم رئس جمهور حاحب دفاسيدو وکيلانو مخنيوئ ونه کړي او په جرئت سره اقدام نه کړي او ژر تر ژره اول دپاک آلله (ج) په کومک او زور سره او آفغان دآکثريت ملت په کومک به ددې مافيا چه ۰,۱ % هم نه دې دپائ ټکۍ کښيږدې تر ځو په آئنده کې دداسوپيښو مخنوئ وسي لکه دجلال آباد,بدخشان,خوست،هلمند او که داسي ونه کړې اول به ددې حديثو مسوليت به دده په غاړه وي اودۍ ئې جواب ويونکۍ دۍ نه بل څوک .
he canceled his visit to Iran because of tragedy in Panjsher ,but he even did not think to delay his trip to Iran just a day after the tragic event in Jalalabad,he is as evil as Karzai when it comes to pakhtoons.I saw his photos today, he looks very healthy and looks like he is gaining weight , politician in other countries usually look older for their age after a year in power.He will also bring bags of money from iran