تاند- (یکشنبه، د میزان ۲۷) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسخوتن د جاپان د نوي امپراتور د تاج ږدونې په مراسمو کې د ګډون لپاره توکیو ته روان شو.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني به نه یوازې د جاپان د نوي امپراتور د تاج ایښودو په مراسمو کې برخه واخلي، بلکې د دغه هیواد له چارواکو او همداراز د جایکا له رييس کیتو اکا سره وویني.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر د جاپان د صدراعظم له لوري په ترتیب شوې ملېمستیا کې هم ګډون وکړي.
ښاغلي غني جاپان ته تر روانېدو مخکې ماښام د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره ولیدل.
د ارګ د خبرپاڼې پر اساس، په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر تمویل او تجهیز او نورو مسلو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو ترڅنګ د افغانستان، سیمې او نړۍ د حالاتو په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان ولسمشر نن سهار د ننګرهار ولایت غمځپلې هسکې مېنې ولسوالي ته هم لاړ او د قربانیانو له کورنیو او د شینوارو له مشرانو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ پرمهال یې وویل، دا یوازې ستاسو نه، بلکې زموږ ټولو شریک غم دی او سخت ورباندې غمجن یوو.
ولسمشر غني دغه خونړي تروریستي برید ته په اشارې وویل، دا یوازې د دې واړه کلي غم نه دی، بلکې دا په ملي او بین المللي کچه یوه فاجعه ده چې په سختو ټکو یې غندو او زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هغه له عاملانو څخه د غچ اخیستنې په موخه داعش او نورې تروریستي ډلې سختې وځپي.
ښاغلي غني د داعش د ځپلو او ماتولو په برخه کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د شینوارو قوم همکارۍ څخه په مننې او ټینګار سره وویل، د شینوارو ټولې ولسوالۍ به د داعش او نورو تروریستي ډلو له پاتې شونو څخه پاکې شي.
ده وویل، د هیواد په ولسوالیو کې د جامع جوماتونو د جوړولو پروګرام کې به د شینوارو شپږو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړل شي او همدارنګه به اړوندې ادارې او مسوولین د دې ولسوالیو د ښوونځیو، د څښاک اوبو، روغتیایي او نورو ستونزو او اړتیاوو ته پر وخت رسیدګي وکړي.