تاند(یکشنبه، د حمل ۱۷) د یو شمېر سیاستوالو له غوښتنې وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې د غړیو د ټاکنې لړۍ ودروله.

د ولسمشر غني ویندوی صدیق صدیقي نن وویل چې ولسمشر امر کړی چې د کابینې د غړیو د نومونې بهیر دې د ۵ ورځو لپاره ودرول شي څو سیاسي خبرواترو ته زیات فرصت برابر شي.

تر دې وړاندې نن عبدالرب رسول سیاف، حامد کرزي، کریم خلیلي او یونس قانوني په یوه اعلامیه کې له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې د څه مودې لپاره د دولتي چارواکو ګومارنې ودروي.

په دغه اعلامیه کې، چې د حامد کرزي په فیسبوکپاڼه خپره شوې، ویل شوي چې په افغانستان کې یو جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ټولې هڅې په ښه شکل روانې دي، خو  جوړجاړي ته تر رسېدو پورې دې ولسمشر غني هم دولتي ګومارنې وځنډوي.

دغو مشرانو هیله ښودلې چې ژر تر ژره د سولې مذاکرات پيل او نتیجې ته ورسېږي څو په افغانستان کې دایمي سوله راشي.

دوی له عبدالله عبدالله هم غوښتي چې جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ورکړی لس ورځنی مهلت وغځوي، په داسې حال کې چې د عبدالله لخوا د جوړ جاړي لپاره ټاکلی لس ورځنی مهلت تېره ورځ پوره شو.

ولسمشر غني په وروستیو ورځو کې د مالیې، بهرنیو چارو او اطلاعاتو او کلتور د وزارتونو لپاره سرپرستان او نوماند وزیران وګومارل.

عبدالهادي ارغندیوال د مالیې، محمدحنیف اتمر د بهرنیو چارو او طاهر زهیر د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو سرپرستان ټاکل شوي دي.

په همدې حال کې، امریکا چې د سیاسي اختلافاتو له کبله افغانستان ته د خپلو یو ملیارد ډالرو مرستې د کمولو اعلان کړی، یو وار بیا ل افغان مشرانو د اختلافاتو د حل کولو غوښتنه وکړه.

ویل کېږي چې ښاغلی عبدالله صدراعظمي غواړي خو ولسمشر غني ورته ویلي چې د سولې عالي شورا مشري به ورکړي، مګر له قانون سره په ټکر کې تشکیلات ورته نه شي رامنځته کولای.

2 thoughts on “ولسمشر غني د ۵ ورځو لپاره د نویو وزیرانو د نومونې لړۍ ودروله”
  1. ښاغلی محبوب ولسمشر غنی ته!
    ولسمشر غنی باید خپل کار ته په نورمال ډول ادامه ورکړی، ځکه د افغانستان خلکو ورته د ولسمشر کیدو پوره رایه ورکړیده.
    که ولسمشر غنی کله د ۵ ورځو، کله د ۱۰ ورځو او کله د نامعلومه ورځو لپاره د حکومت چاری د ښاغلی عبدالله لپاره ځنډوی، نو بیا دلته افغانانو او نړیوالو ته سوال پیدا کیږی چه ښاغلی غنی په رښتیا سره حقیقی رایی نه دی وړی او په اوړو کی یی شګه ده، او همداسی
    په زرهاوو نوری ورته خبری؟

    ښاغلی ولسمشره د امریکا د وزیر خارجه او نورو چارواکو د دړه کو او نورو خبرو څخه مه ډاریږه، خپل ځان مظبوت او جدی ونیسه، ځکه لمړی د امریکا خارجه وزیر د پیسو دبندولو صلاحیت نلری، ځکه د دغه پیسو د لوظنامی څخه ټول دنیاوال او ملل متحد خبر دی چه د غه پیسی د امریکا کانګرس د ترهګری ضد مبارزی لپاره افغانستان ته ورکړی دی، نه د ښاغلی عبدالله د ۳۹ رایو او یا کاذب ټولشموله حکومت لپاره.

    د امریکا حکومت په میلیاردونو پیسی دترهګری په خاطر په افغانستان کی مصرف کړی دی، ښاغلی پامپیو ته امریکایی چارواکی ډیر په غوصه دی، ځکه هغه شخصی او احساساتی پریکړه کړیده، هغه د کانګرس او نورو چارواکو په کارونو کی مداخله کړی ده، حتی که دامریکا کانګرس دغه خبره ټینګه کړی دغه سړی محاکمه کیدایشی.
    ځکه امریکایان پم پیو ته وای چه تا په دغه یومیلیارد ډالرو ځمونږ په زرونو میلیاردونه خراب کړل، نه دي اصلی موضوع یعنی طالیبان د حکومت سره جوړ کړل او هم دي د امریکا سیاست د خاورو سره خاوری کړو. همدا اوس پمپیو تر سخت فشار لاندی دی، ځکه کله په شخصی ډول اروپا او ملل متحد ته تلیفونونه کوی او کله د پښیمانۍ احساس کوی.
    پاکستان، قطر او طالیبانو ته هم خجالت دی ځکه ښاغلی غنی یی ټولی دسیسی شنډی کړی دی.

    ښاغلی ولسمشره د افغانستان خلک ستا سره ولاړ دی. د عبدالله خبری نوری ختمی شویدی. اوس مهمه او عاجله خبره د کابینی ده، بیا خبره د کورونا ده، ورپسی طالیبانو سره دسولی او امنیت خبره ده. نه دعبدالله او ملا معنوی ډارونکی خبری او بی ځایه لافی.
    اسمان چه څومره غریږی هغومره نه وریږی
    په درناوی

  2. رښتیا هم د معززو وروڼو د لیکنو په اساس چی مسؤلانه لیکنی کوی او دملی ګټو ارزښت ته پوره پاملرنی سره واقعیتونه بیانوی ،باید ووایم چی موږ په کراتو لیکلی او تاکید مو کړی وو چی احزاب تصفیه او معیاری کړی او دلیل مو دا ووچی احزاب اکثرا په حامیانو د غلو ،مجرمینو او جانیانو بدل شوی ، انحصارګر او خودپسند ملوک ورباندی حاکم دی ،ملی او اسلامی ګټی نه پیژنی ،جاهلی تعصباتو باندی ملوث دی، ګاونډی ،منطقوی او نړیوال استخباراتو د قدرت ، ډالر،زر او زور ،فریب ،منافقانه سیاست او لوبو ،د اولادونو روزنه په اروپا ،امریکا او عربی نړی کی او عین حال کی ګروګان ساتل یی او نور هغه عادات چی د ملی او اسلامی ګټو سره سمون نلری ،تزریق او روږدی کړی چی ښه بیلګه یی همدا اوس د احزابو او نوماندانو راټولیدل دی چی خپله فامیلی برخه حکومت کی غواړی او هغه نارواوو ته یی ملاتړلی چی هر افغان او انسانیت ورباندی شرمیږی .داحزابو دی تصفیی او قانونی کیدل دا ګټی درلودای شوی:
    اول-د بن د ام الفساد انحصاری معاملی لیوانو تړل او منحیث مجرمین پیژندل او ملت ته معرفی کول او هغه احزاب چی د غلو او جانیانو په فارم بدل شوی غیر قانونی اعلانول او مجازات ، خو وزارت عدلیه د خپلو تړاوونو په بنا ځان کوڼ او بی کفایته ثابت کړ
    دوهم: دا رسمیات ورکول د احزابو،لیوان چاغول او هرچا ته برخه اوصلاحیت ورکول د خادم المفسدین په ۱۴ کلنی حکومت کی ژوری ریښی زغلولی او اوس هر یو یی د قدرت په ناولو جزیرو بدل شوی ، بیا همدغه خادم المفسدین منحیث مصلح خپلو لیوانو ته برخه غواړی هم دا کوی هم هغه!!! لکه قرآنکریم چی فرمایی:
    یقولون بافواههم مالیس فی قلوبهم.
    دریم: راځو هغو نوماندانو ته چی ۱۰۰۰۰۰ سل زره تذکری یی کمیسیون ته وړاندی کړی خو بیا رایی یی حتی د لسو زرو نه هم کمی دی چی دا هم عدم کفایت د حکامو ، خیانت او لوبی د دغی جنابانو ثابتوی چی باید اوس زندان کی وای
    څلورم-مع الاسف هغه تنظیمونه چی ۴۰ کاله د جهاد وسایل ضایع او مجاهدین یی داخلی جګړو کی ووژل او د بیت الله د قسم نه وروسته هم تر شخصی ګټو تیر نشول ،اوس د فامیلی سهم لپاره مؤقتا یو صف کی دریدلی که کومه کرسۍ د بیتالمال د غلا د پاره پلاس ورشی ، آزموده را آزمودن خطاست
    خو اوس حل څه دی ؟
    تر ټولو دروند او اول مسؤلیت د وارثان انبیاء ع دی اودټولنی او سیاسیونو انحراف لمړی باید دوی درک او علاج کړی،علماوو ته نه ښایی چی په جاهلی تعصباتو ملوث او یا مسجد ضرار بنیاد کیږدی.
    دا چی فقهاوو د دوو پاچاهیو شتون په یوه خاوره یا ملک کی نه منی او دوهم یی باید ووژل شی د مسئلی د خطر او ضرر اندازه تری څرګندیږی ،نو علما نباید نور سیل بین او بی تفاوته پاتی شی او دمفسدینو او جاهلی تعصباتو په بنا نباید خپل مسؤلیت هیر او رب العزت ناراضه کړی.
    علما باید ټول ملت وپوهوی چی په معصیت کی له هیچا اطاعت نشته او ملی او اسلامی ګټی تعریف او دا چی مفسد احزاب نور مشروعیت نلری او تنظیمونه نور د مجاهدینو او ملت نمایندګی نشی کولی، ځکه چی دوی د فاستبقوا الخیرات پر ځای په شر او فساد کی مسابقه کوی نو تر وجود یی عدم اولی دی
    او دا هم باید واضح شی چی ملت جوړونه یادملت ویښول اصلا د انبیاء علیهم السلام د وارثانو کار دی او یواځی شورای علما او نور د علماوو فعلی مواقف او دریځونه د معاش په اندازه هم اداء د مسئولیت نلری چیرته چی خپل مسؤلیت د رب العزت او ملت په وړاندی درک او اداء شی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *