له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه لیک تر لاسلیک وړاندې، ښایي ولسمشر غني د راتلونکې اونۍ په سر کې امریکا ته ولاړ شي.

یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط تاند ته وویل، چې ولسمشر غني به له امریکایي چارواکو سره له طالبانو سره د امریکا د احتمالي هوکړې په ګټو او زیانونو له نږدې خبرې وکړي.

ددې سفر د ټولو جزیاتو په اړه معلومات نشته او لا نه ده نهایي شوې چې د امریکا لپاره په دې حساس وخت کې به ولسمشر غني ته ددې سفر اجازه ورکړل شي او کنه، خو وړاندې د هوکړې پر سر له خلیلزاد سره د ولسمشر غني د اختلافاتو راپورته کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار په ګډون مطرحو سناتورانو او ډېری شنونکو له طالبانو سره د امریکا په احتمالي هوکړې انتقادونه کړي او په غیر مسوولانه ډول یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د یوې بلې کورنۍ جګړې د پیلېدو خبرداری ورکړی دی.

د امریکایي سناتورانو له لوري په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې امریکا باید له افغانستانه د اوربند په شرط ووځي، که داسې ونه شي نو د طالبانو په هېڅ ضمانت باور نشته او هره شېبه د وضعیت د ترینګلي کېدو امکان شته.

By Azhar

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *