تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان پخواني ولسمشر او صدراعظم ته وویل چې ترهګري د سیمې د هیوادونو لپاره ګډ ګواښ دی او تروریزم په یوه پراخېدونکې سیستم بدل شوی دی.
ښاغلي غني نن /پنجشنبه/ ماښام په ارګ کې د پاکستان له پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره وکتل.
ده پاکستاني پلاوي ته وویل:«ترهګري د سیمې او دواړو هیوادونو لپاره ګډ خطر دی او اوس تروریزم په یوه چټک پراخېدونکي سیستم بدل شوی دی چې د مقابلې لپاره یې باید په ګډه هلې ځلې وشي.»
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، د پاکستان پخواني ولسمشر او د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د سیمې د ودې لپاره د ښاغلي غني اقتصادي نظرونه ګډ هدفونه وبلل او په دې برخه کې یې د خپل ملاتړ د څرګندولو ترڅنګ وویل چې افغانستان ته به په خپل بل سفر کې د اقتصادي راکړې ورکړې د پراختیا په منظور د سوداګرو او پانګوونکو یوه ډله له ځان سره راولي.
اصف علي زرداري د ولسمشرۍ په دوره کې هڅه وکړه چې له افغانستان سره د پاکستان اړیکې نژدې کړي او د پاکستان پوځ او استخبارات د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې او د ترهګرو له ملاتړه راوګرځوي خو په دې هدف کې بریالی نه شو.
زرداري صيب ! افغانان د پاکستان سوداګرو ته ضرورت نلري ، افغانستان تر هرڅه اول سولې او امنيت ته ضرورت لري ، د خدای لپاره نور د اسلامي اخوت له مخې دا د شطرنج لوبې بس کړۍ ، هماغسې چې افغان ولسمشر په پوره صداقت اوپه داخل کې د ډېرو ستونزو او مخالفتونو سره سره ، تاسې ته د دوستۍ لاس در اوږد کړ تاسې ېې له بیښه مه پریکوۍ ، نورستاسې د فوځ دوه مخيتوب کار نه ورکوی مونږ صداقت غواړو چې پدې کې د دواړو ملکونو خيرپروت دئ که نه دا اور چې د دواړو ملکونو دښمن لګولئ تاسې به هم پکې وسوځۍ