تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د لومړي ځل لپاره د جمعې په ورځ په رسمي سفر پاکستان ته لاړ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن تایید کړه چې ښاغلی غني به سبا د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته په دوه ورځني سفر ورشي.

په همدې حال کې د افغانستان د حکومت یوه چارواکي وویل چې ولسمشر غني به له پاکستاني چارواکو سره د سولې د خبرو اترو، امنیت، سرحدي مسلو او سوداګرۍ په شمول پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ بدګومانۍ د دغو دوو ګاونډیو ترمنځ اړیکې خرابې کړي دي.

د ښاغلي غني دا سفر افغان او نړیوالو چارواکو له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیاپیلولو لپاره د یوې نوې هڅې پیل بللی دی.

ولسمشر غني وروسته له دې اسلام اباد ته سفر کوي چې د پاکستان دوو تر ټولو نژدې دوستانو یعني سعودي عربستان او چین ته یې سفرونه وکړل.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې دیپلوماتانو پیکینګ او ریاض ته د ولسمشر غني سفرونه د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره پر پاکستان نامستقیم فشار بللي دي.

راپورونه وايي چې ولسمشر غني د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز له لوري پاکستان ته د سفر د بلنې په خواب کې ویلي و چې د دوو هیوادونو د چارواکو ترمنځ زیاتې خبرې شوي، اوس وخت د عمل دی، کابل غواړي چې د اسلام اباد په دریځ کې عملي بدلون وویني او بل دا چې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ د پرېکړو مراجع زیات دي.

وروسته د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف کابل ته سفر وکړ او ولسمشر غني ته یې وویل چې د پاکستان د پوځ، استخباراتو او ملکي حکومت په استازیتوب راغلی او خبرې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *