تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سعودي عربستان ته لاړ چې د دغه هیواد د وفات شوي پاچا د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ملک عبدالله جنازه پرون خاورو ته وسپارل شوه.
نن د نړۍ ګڼ شمېر مشران د نوموړي د فاتحې او ورته د درناوي په مراسمو کې ګډون کوي.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم ولسمشر غني د یوه پلاوي په مشرۍ نن ماسپښین ریاض ته روان شو.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف، د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان، د بریتانیا صدراعظم ډیود کامرون او یو شمېر نور مشران سعودي عربستان ته رسېدلي دي.
اوباما وروسته دغه هیواد ته ځي.