تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /سې شنبه/ د سیمې د هیوادونو سفیرانو ته د افغانستان د سولې د بهیر او د اوربند په اړه معلومات ورکړل.

په دې غونډه کې، چې سهار په ارګ کې جوړه شوې وه، ښاغلي غني سفیرانو ته د سولې لپاره د افغانستان د حکومت د طرحې په اړه هم څرګندونې وکړې.

ده وویل چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند به د سولې مخامخ خبرو ته لار هواره کړي.

د افغانستان ولسمشر د سیمې له هیوادونو څخه په دې مننه وکړه چې د سولې ملاتړ کوي.

سفیرانو د اوربند لپاره د افغانستان د حکومت اقدام وستایه او د خپلو هیوادونو په استازیتوب یې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ.

دوی هم اوربند په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره مهم وباله.

One thought on “ولسمشر غني سفیرانو ته د اوربند او سولې په اړه معلومات ورکړل”
  1. په « باندینیو چارو کې د دولت وزارت » د ایجادولو ضرورت

    جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني د افغانستان جمهور رییس دا اقدام کاملا پرځای او د ستایلو وړ دي. مونږ باید فعاله او رښتیني افغاني دیپلوماسي ولرو.
    ښاغلي صلاح الدین رباني د دې وزارت پخواني وزیر لا پخوا د هېواد د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحیت شویدي ، اما هغه لا تراوسه د دې وزارت له ټولو امتیازاتو نه په استفادې سره د خپل تنظیم او ډلې د تقوېې او خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي.

    د افغانستان اسلامي جمهوریت د باندینیو چارو وزارت څوکۍ د دوکلونو راپدیخوا تشه ده ، ښاغلي حکمت کرزي هم نسبتا محافظه کار شخص دی او نشي کولای په ښه صورت سره دا مهمه دنده پرمخ بوځي .
    ښاغلي نصیر اندیشه هم په قومي ، ژبني او سمتي تعصب مرض باندې اخته دی او جالبه لا داده چې د فرهنګي چارو د رییس انجنیر توریالي غیاثي په همکارۍ د دې وزارت له سهولتونو او امتیازاتو نه په استفادې سره د « من افغان نیستم » د ډلې په ترویج ، تقویي او ملاتړ لپاره کار کوي.
    له نورو هېوادونو سره د فعالې او موثرې دیپلوماسي لپاره وړاندیز کوم چې یو مسلکي او تجربه کاره ديپلومات د جمهوري ریاست په چوکاټ کې د « باندینیو چارو لپاره د دولت وزیر» یو بست له لازم مسلکي او په کار پوه پرسونل سره ایجاد او ډېر ژر په کار پیل وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ