تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابل د پروسې په نوم غونډه کې طالبانو ته یو لړ وړاندیزونه وکړل.

ښاغلي غني وویل چې فیصله د طالبانو د مشرتابه او عادي طالبانو په لاس کې ده چې سوله وکړي.

ده وویل، د افغانستان د ملي یووالي حکومت حاضر دی چې له طالبانو سره اوربند وکړي او د دوی تحریک د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني.

ښاغلي غني، چې د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې خبرې کولې، د سولې د لارې نوې نقشه وړاندې کړه.

ګومان کېږي چې دا هغه څه و چې پاکستان یې هم غوښتنه لرله څو پر اساس یې له طالبانو سره د سولې لار هواره شي.

د افغانستان ولسمشر وویل، که طالبان وغواړي چې په اساسي قانون کې ځینې مواد تغییر شي، کېدای شي پرې غور وشي.

غني همداراز وویل چې د سولې په صورت کې به د طالبانو ټول بندیان خوشي او له تورو لیستونو څخه به د دوی مشران وباسي.

ده همداراز وویل، د افغانستان حکومت په هیواد کې دننه د طالبانو د دفتر له پرانیستل کېدو، د ازاد سفر په خاطر د پاسپورټونو له صادرېدو، د دوی د بندیانو د خوشي کېدو، د رسنیو د فعالېدو او د هغوی د کورنیو له استوګن کېدو سره موافق دی.

غني د خبرو لپاره مناسب ځای کابل وباله، خو ویې ویل چې د افغانستان حکومت دې ته هم حاضر دی چې په بې پرې اسلامي هیوادونو یا د ملګرو ملتو په دفترونو کې د طالبانو له استازو سره وږغېږي.

د کابل پروسې دوهم کنفرانس نن د ۲۵ هیوادونو د جګپوړو استازو په ګډون پرانیستل شو.

د ډېرو هیوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران او د اندونیزیا مرستیال ولسمشر په کنفرانس کې برخه لري.

2 thoughts on “ولسمشر غني طالبانو ته د رسمیت پېژندلو او اوربند وړاندیز وکړ”
  1. داخو ډیر په ځای وړاندیز دی ،د خو ځای پکی نشته ،په خبرو هر څه کیدای شی ، طالبان باید مثبت ځواب ووای تر څو هیواد له اوږد بحران څخه په ګډه وویستلای شی، نور باید ونه وای چه حکومت کومه اراده نلری

  2. دا لعنت یان نو څه غواړی. که ملت ورسره وو، بیابه د انتخاباتو په درشل کی حکومت هم و کړی که نه نو نور د دوی د خدای په قهر سره تباه کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *