تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به ژر له ایران سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د ایران د فارس نیوز خبري اژانس د ننني راپور پر اساس د ولسمشر ویندوی نظیف الله سالارزي وویل، ولسمشر غني به په نژدې راتلونکې کې ایران ته سفر وکړي.

تراوسه پوري ایران ته د افغان ولسمشر د سفر دقیقه نېټه ټاکل شوې نه ده.

اژانس وايي، افغانستان له ایران سره امیني موافقه له ترهګرۍ او مخدرو موادو سره د مبارزې لپاره لاسلیکوي.

د ۲۰۱۳ کال په اګست کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له ایران سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی و.

له روحاني سره د حامد کرزي په لاسلیک شوي تړون کې د دواړو خواوو ترمنځ امنیتي مسایل شامل ول.

افغانستان، له امریکا، فرانسې، ایټالیا، بریتانیا، چین او هند سره هم امنیتي او ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي دي.

پاکستان هم له افغانستان سره د ورته تړون د لاسلیکېدو غوښتونکی دی خو افغانستان وايي چې لومړی باید د دوو هیوادونو ترمنځ د اعتماد کچه لوړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *