تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن چهارشنبه /حوت۱/ له ترکمنستان سره د اقتصادي او سوداګري اړیکو د پراختیا لپاره عشق اباد ته لاړ.
له ولسمشر غني سره په دې سفر کې یو جګپوړی دولتي پلاوی ملګری دی.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر غني به سبا /پنجشنبه/ د ترکمستان له ولسمشر قربانقُلي بیردي محمدوف سره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت تړون لاسلیک کړي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو په انستیتوت کې به وینا وکړي.
ټاکل شوې ده چې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په حضور کې افغان او ترکمن چارواکي د دوو هیوادونو د همکاریو یادښتونه او تفاهملیکونه لاسلیک کړي.
د ترکمنستان د رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد کابینې د دوشنبې په ورځ ترکمنستان ته د افغانستان د ولسمشر د کېدونکي سفر پر شرایطو غور وکړ.
د دې راپور پر اساس دواړه خواوې به عشق اباد ته د ښاغلي غني د سفر په لړ کې یو لړ موافقې لاسلیک کړي.
د ترکمنستان ولسمشر د کابینې په غونډه کې وویل چې له افغانستان سره د ده د هیواد اړیکې ډېرې پراخې شوي او یوه نوي پړاو ته داخل شوي دي.
ترکمنستان د انرژۍ په برخه کې د څو سیمه ییزو او ستراتیژیکو پروژو پلي کېدو ته لېواله دی چې افغانستان پکې اساسي رول لري.
دا هیواد غواړي چې د افغانستان له خاورې له تاجکستان سره په رېلارې وصل شي او ګاز یې د افغانستان له لارې تر پاکستان او هندوستان پورې ورسېږي.
دا هیواد د افغانستان له لوري د لاجورد د تاریخي لارې پر احیا کېدو هم زیات خوښ دی.
د لاجورد په لاره، چې له ترکمنستان څخه تېرېږي او تر اذربایجان، ګورجستان او ترکیې پورې رسېږي، له افغانستانه د بېلابېلو تجارتي مالونو لومړنی کاروان تر اروپا ورسېد او له هغې خوا یې هم افغانستان ته تجارتي مال راووړ.
په وروستیو څو ۳ کلونو کې له ترکمنستان او ازبکستان سره د افغانستان په اړیکو او راکړو ورکړو کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.