تاند- ولسمشر محمد اشرف غني د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت نن /چهارشنبه/ له یو شمېر خبریالانو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د بیان د ازادۍ حدود په خپله وټاکي.

ښاغلي غني له خبریالانو وغوښتل چې په خپله د بیان د ازادۍ مثبت او منفي حدود وټاکي.

ده خبریالانو ته وویل چې حکومت له خبریالانو څخه د داسي اصولو په اړه ژمنه غواړي چې په خپله ژورنالیستانو ټاکلي وي.

ولسمشر وویل حکومت اصول نه ټاکي او د خبریالانو له لوري د اخلاقي اصولو د ټاکلو په چاره کې هم مداخله نه کوي ځکه چې د حکومت له لوري هرراز دخالت به د سانسور او د بیان ازادۍ ته د زیان سبب شي.

ولسمشر غني خبریالانو ته وویل چې دیني عالمان له رسنیو زیات شکایتونه کوي، پکار ده چې خبریالان او د رسنیو خاوندان د اخلاقي اصولو په ټاکلو کې له دیني عالمانو سره هم مشورې وکړي.

د ولسمشر په وینا تر ټولو لویه مدني ټولنه په جوماتونو کې ده او ژورنالیستان باید اجازه ورنه کړي چې بیا په دې هیواد کې د مکتب او جومات ترمنځ ټکر پېښ شي.

ده وویل:«باید منفي ازادي چې خلک ځوروي، په تشویش کې اچوي او زیان وراړوي، محدوده شي، ځکه چې منفي ازادیو نورو هیوادونو ته هم منفې پایلې لرلي دي.»

ولسمشر په عین حال کې د خبریالانو د اقتصادي او امنیتي ستونزو د حل کولو ژمنه وکړه.

ولسمشر غني د ولسواکۍ ارزښتونو ته په اشارې وویل، نننۍ ازادي په اسانه نه ده ترلاسه شوې، بلکې د تاریخ په اوږدو کې د  ولسواکۍ او د وینا د ازادۍ د بنسټیز کولو لپاره د ځینو کسانو د هڅو او زحمتونو پایله ده چې په عامه پدیده یې بدلې کړې دي.

د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ولسمشر د فرمان په اساس د خبر او معلوماتو د رسولو په برخه کې د خبریالانو د ارزښتناکو خدمتونو په درناوي ۷ خبریالانو ته  د میوند معرکې اتلې ملالۍ او د غازي محمد اکبر خان عالي دولتي مډالونه او ۵ تنو خبریالانو ته افتخاري ستاینلیکونه ورکړل شول.

ښاغلي غني وویل، د بیان د ازادۍ د ملاتړ لپاره به د خبریالانو د ملاتړ صندوق ایجاد شي، خو د ازادو رسنیو بنسټونه باید د حکومت له استازي پرته مدیره هیئت معرفي کړي. هغه زیاته کړه د دې صندوق د ملاتړ لپاره به له نړیوالو بنسټونو سره خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *