تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د کابل نننۍ /شنبه/ تروریستي حملې وغندلې او ویې ویل چې د هیواد امنیتي ځواکونه به له داعشیانو څخه، چې د دې حملو مسوولیت یې منلی، غچ واخلي.
ولسمشر غني نن ماښام د علماوو د سراسري شورا له غړیو، شیعه عالمانو او یو شمېر دولتي چارواکو سره په کتنه کې مسوولو ادارو ته امر وکړ چې د ټپیانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي او د وژل شویو کسانو د تکفین او تدفین په برخه کې دې د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړي.
ولسمشر غني همداراز ملت ته په وینا کې وویل چې یو له درو انتحاریانو څخه مخکې تر دې چې ځان والوزوي د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شو.
ده وویل«زموږ دښمنان فکر کوي چې پر مدني ازادیو په حملو موږ سره بېلولی شي، خو دوی به هیڅکله بریالي نه شي.»
ولسمشر همداراز له دیني عالمانو سره په کتنه کې امنیتي ځواکونو ته د کابل د لوېدیځې سیمې، چې شیعه هزاه ګان پکې اوسي او د داعش د نورو حملو له خطر سره مخامخ دي، د امنیت لپاره د لا زیاتو اقداماتو لارښوونه وکړه.
ولسمشر غني همداراز د لوی څارنوال په مشرۍ د دولتي او غیردولتي شخصیتونو د ګډ پلاوي له لوري د تحقیقاتو امر وکړ، ویې ویل چې په دغو حملو کې ښکېلو کسانو ته به قانوني سزا ورکړای شي.
داعش په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې سر راپورته کړ، یو شمېر ولسوالۍ یې ونیولې، په زرګونو خلک یې په خپلو بې رحمیو د کور اور پرېښودو ته اړایستل او په سلګونو بېګناه خلک یې ووژل.
په زابل، هلمند او فراه کې د دې ډلې د خپرېدو مخه په ځانګړي ډول وسله والو طالبانو، چې اوس ویل کېږي له ایران سره نژدې همکاري لري، ونیوله.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په تروریستي بریدونو کې ۸۰ تنه وژل شوي او ۱۳۱ تنه نور ژوبل دي.
دا وزارت وايي چې دا کسان په دوو انتحاري بریدونو کې وژل شوي دي.
د مظاهرې تنظیموونکي په دې باب، چې دا بریدونه انتحاري ول که بمي چاودنې، شک څرګندوي.
د کورنیو چارو وزارت په یوعه بله خبرپاڼه کې ویلي چې تر ۱۰ ورځو پوري په پلازمېنه کابل کې هرراز مظاهره او لاریون منع دی.
په افغانستان کې د ملګروملتو استازندوی دفتر، د امریکا سفارت، د پاکستان حکومت او د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان دا بریدونه وغندل.
د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن افغان امنیتي ځواکونه او طبي کارکوونکي ستایلي او ویلي یې دي چې د دوی د هلوځلو په برکته د لا زیاتو تلفاتو مخه ونیول شوه.