تاند(جمعه، د حمل۱) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال په مناسبت ملت ته په وینا کې پر ټولو سیاستوالو ږغ وکړ چې د سیاسي اختلافاتو د حل کولو لپاره یو بل ته لاس سره ورکړي.

ده وویل چې ۱۳۹۹ لمریز کال به د یووالي او اصلاحاتو کال وي.

ولسمشر زیاته کړه«اوس موږ تر بل هر وخت سولې ته زیات هیله من یوو. اوس تر بل هر وخت یووالي ته زیاته اړتیا ده.

د سولې لپاره د ټولو خواوو همکاري پکار ده، نو د حقیقي سولې لپاره لازمه ده چې موږ په اصلاحاتو کې لا جدي واوسو.»

ده له سیاستوالو وغوښتل چې اختلافات حل کړي«د هیواد سیاسي مشران دې یو بل ته لاسونه ورکړي او د افغانستان د خلکو، چې د دې خاورې اصلي خاوندان دي، د هیلو او ارمانونو د پوره کولو لور ته دې حرکت وکړي.»

ولسمشر غني ملت ته د نوي لمریز کال مبارکي وویله.

سږ کال د کورونا وایرسو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د نوی کال مراسم نه جوړېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *