تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په پاکستان کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې وروستۍ مخامخ خبرې د افغانانو لپاره یو بری وباله.
ده نن په خوست کې د دغه ولایت د یکشنبې د ورځې د خونړۍ حملې د قربانیانو په فاتحې کې د برخې اخیستو ترڅنګ په یو لړ څرګندونو کې وویل، ۱۴ کاله وروسته افغانان په دې بریالي شول چې د دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې په اړه مخامخ خبرې وکړي.
ولسمشر غني هیله ښکاره کړه چې دا خبرې په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې سبب شي.
د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ /جولای ۷مه/ د افغانستان د حکومت او د طالبانو استازو د پاکستان، امریکا او چین د استازو په حضور کې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړې.
د دوی خبرې د امریکا، پاکستان، چین، ملګروملتو، امنیت شورا او اروپايي اتحادیې له هرکلي سره مخامخ شوې.
ولسمشر غني د سولې خبرو ته د خوشبینۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل:«د انسانانو ترمنځ داسي هیڅ ستونزه نشته چې د خبرو له لارې حل نه شي، په همدې اساس په دیني عالمانو، بانفوذه شخصیتونو، مدني ټولنو، رسنیو او ځوانانو ږغ کوم چې د سولې د ټینګښت لپاره په یوه ږغ له افغان دولت سره کار وکړي څو افغانان د سولې پاک هدف ته، چې زیات ورته په تمه دي، په اسانه ورسېږي.»
ولسمشر غني وروسته له دې خوست ته لاړ چې د یکشنبې په ورځ روژه مات مهال په خوست کې یوه تروریست په انتحاري برید کې تر ۳۵۰ زیات ملکي وګړي ووژل او ۲۵ نور یې ژوبل کړل.
خوست ته له ولسمشر سره په سفر کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر او د ملي شورا یو شمېر غړي ملګري ول.
دا څرګنده ده چه پسله ۱۴ کالو څخه د ولسمشر غنی په رهبری کی حکومت بریالی سو جه طالبان د سولی خبرو ته کښینوی دا یو ډیر نیکمرغه قدم دی د افغاتاتو د پاره چه تیرو ۱۴ کالو کی نه و اخستل سوی.