تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /شنبه/ له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو په راروانو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

ښاغلي غني په ارګ کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په پیل کې رسنیو ته وویل، دا د طالبانو لپاره مناسب وخت دی چې سیاسي فعالیت ته مخه کړي.

«که دوی باور لري چې د افغانستان په خلکو کې ریښې لري، انتخابات ورته ښه چانس دی او افغانان هم د سیاسي ګوند په توګه د طالبانو د برخلیک په توګه پرېکړه کولی شي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تراوسه هیڅکله نه دي ویلي چې په ولسواکي او انتخاباتو باور لري.

ښاغلي غني تېره میاشت طالبانو ته وړاندیز وکړ چې که له جنګه لاس واخلي، د سیاسي ګوند په توګه به یې په رسمیت وپېژني، بندیان به یې خوشي کړي او ګڼ نور امتیازونه به ورکړي. طالبانو د ښاغلي غني وړاندیزونو ته ځواب نه دی ویلی.

پرون /شنبه/ د کندهار امنیه قوماندان وویل چې د طالبانو د مشرتابه شورا د کچې غړیو او لویو قوماندانو ورسره تماس نیولی او سولې ته یې لېوالتیا ښودلې ده.

نن د سولې د عالي شورا د دارلانشا رييس ډاکتر اکرم خپلواک وویل چې طالبان د افغانستان د حکومت د سولې پر وړاندیزونو په خپل منځ کې په جدي بحثونو او سلا مشورو بوخت دي.

ده همداراز وویل چې ممکن د طالبانو په منځ کې پر دې موضوع څه ناڅه د نظر اختلاف وي خو خوشبینه دی چې طالبان به همنظره شي او د سولې وړاندیزونه به ومني.

2 thoughts on “ولسمشر غني له طالبانو وغوښتل چې د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون وکړي”
  1. جنګ خشونت ، قهر ، غصه ، تجاوز ، قتل ، ورانی ، د پردیو اشغال او بدبختي راوړي.
    سوله مینه ، انسانیت و ورورګلوي ، آزادي ، ترقي ، آبادي ، د الله رضا او د هغه د رسول امر په ځای کوي. وګورو چې کوم انتخاب تر تولو ښه او بهتره دی؟

  2. که طالبانو د ؤلسمشر له دې فر مان سره په ؤلسوالیو او ؤلسې جرګې انتخاباتو کې ګډون ونه کړ، نو د افغانستان ټول ملت دې پر دې باندې پوه شي چې نور نو طالبان د افغانانو اصلي دښمنان دي او دا په ريښتیا د پردیولیرې او نږدي دښمنو ګاونډیانو ، شمالي ټلوالې او نورواستخباراتي شریکانو ګډه پلورل شوې پروژه ده . او که یې ګډون په کې وکړ نو دوی ددې ملت ریښتیني مجاهد اتلان او ددې خاورې اصیل بچیان دي . خو زما په شمول دا یوازې د ؤلسمشر غوښتنه نه ، بلکې دا دټول ؤلس یوه ملي سر تاسري غوښتنه ده او باید ( طالبان ) د ؤلس غوښتنې ته درناوی وکړي او هغه دې د زړه له اخلاصه ومني .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *