تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /دوشنبه/ ماښام د المپیک د ملي کمېټې ريیس او یو شمېر لوبغاړي ارګ ته وروغوښتل او ویې ویل چې د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې د څو تنو لوبغاړو د شکایت په اړه دې جدي تحقیقات وشي.

د افغانستان د نجونو د فوټبال څو لوبغاړو تور پورې کړی چې د هیواد د فوټبال د فدراسیون مسوولانو او روزونکي ځورولي او جنسي تېری یې پرې کړی دی. د هغوی شکایت لومړی پلا د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې او وروسته نورو نړیوالو رسنیو خپور کړ.

ولسمشر غني دغو تورونو ته په اشاره وویل«دا راپورونه بوږنوونکي دي، د ورزشکارانو هیڅ ډول اهانت د منلو نه دی.»

ښاغلي غني لویې څارنوالۍ ته لارښوونه وکړه چې په خپل ټول صلاحیت دا قضیه په هراړخیز او مکمل ډول وڅېړي.

ده همداراز وویل، له خپل مقام او موقف څخه سو استفاده د منلو نه ده او په سپورتي اورګانونو کې باید اخلاقي اصول بشپړ رعایت شي.

په دې غونډه کې لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وویل چې د دې قضیې په اړه یې څېړنه پیل کړې او د لویې څارنوالۍ د مرستیال په مشرۍ یې د تحقیقاتو لپاره یو پلاوی ګومارلی دی.

ښاغلي حمیدي ژمنه وکړه چې دا قضیه به په هراړخیز ډول وڅېړي او د خپل کار نتیجه به ډېر ژر له ولس سره شریکه کړي.


د تاند نوې فیسبوکپاڼه لایک کړئ https://www.facebook.com/taandafg/)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *